Notcoin Community
Notcoin Community
Whale Chanel
Whale Chanel
Proxy MTProto | پروکسی
Proxy MTProto | پروکسی
Whale Chanel
Whale Chanel
Proxy MTProto | پروکسی
Proxy MTProto | پروکسی
iRo Proxy | پروکسی
iRo Proxy | پروکسی
💕دعشق 🍃دفتر♥️ avatar
💕دعشق 🍃دفتر♥️
💕دعشق 🍃دفتر♥️ avatar
💕دعشق 🍃دفتر♥️
28.02.202516:18
نوې خوندوره او تازه ډیکلومه

خبرې ډیرې ډیرې د پاک قران خوند کوي
مرګ په سنګر کې اشنا ژوند د ایمان خوند کوي

اواز:- حافظ سمیع الله تړون
شاعر زینت الله حیدري
@haidari11
21.02.202512:20
په قلم به ځو په وړاندې که خدای کړلو
ایټم خیلو سوپر خیل او زبر خیل به
په ملا درته رانیم کړو
په ټوپک به پرې حاکم شو
په عالم به یی تقسیم کړو

مونږ له دې عصري نړی نه
د کربوړو په نظر کې
بیخي ډیر شاته وو پاته
مونږ په غرو کې اوسیدلو
ژوند مو تیر کړلو په غرو کې
شپه او ورځ به پکې ورک وو
راپسې وو ډیر ځواکونه
چې ژوندي یې ورکولو
چې ژوندي یې خښولو
چې دعوې د انسانیت کړي
د انسان پوستین کې پټوو
دې وحشیانو به مونږ واړه
انسانان هم نه بللو
خو د خدای په فضل ګوره
یو بدلون په وطن راغی
د خزان جنازه بار شوه
د سپرلي ګلونه وا شول
یو طالب ستړی ستومانه
لاس تڼاکې پښې تڼاکې
یوه کږه پګړۍ په سر
ګورګوتي سڼو یې تار تار
په اوږو وهل ټالونه
د وطن له غرو راکوز شو
مجرمین یې کړل محکومه
په وطن باندې حاکم شو
فسادونه یې کړل محوه
رشوتونه یې کړل محوه
د امنیت څادر یې خپور کړ
دردیدلي کړيدلي
افغانان یې کړل خوشحاله
مدرسې شولې ابادې
د تعلیم ټول مراکز
خپلو کار باندې لګیا شول
د عرفان ډیوې شوې بلې
جامعه شوله روښانه
اوس قلم ګلونه پاشي
له ټوپک سره په څنګ کې
اوس قلم ګوتو کې ښکاري
دا ټوپک وو حیدري چې
ګران هیواد مو پرې ازاد کړ
په قلم به یې ته ګوره په نړۍ باندې منمه


شاعر زینت الله حیدري
@haidari11
21.02.202503:15
(دامام مهدي حاضرانه پیژندنه)

*لیکوال ستاسوخادیم محمدیونس عزیر*

دلته باید پره یوه خبره پوه شو چي هغه څوک حقیقي مهدي نه دی چي د مهدویت یامهدي کیدو دعوي کوي ؟

دمهدي کیدو دعوي او مهدي کیدل د اور او اوبو خبره ده دلته ددرواغجنو مدعیانو دفتني په رد کي څو پیاوړي دلائل ذکر کوم

مهدي کیدل یو روحاني منصب دی او اکابرینو مشهوره مقوله کاروي دتصوف په ډکر کي دمدعي سزا دار ځړول دي

بیا اصلي خبر داد چي مهدي به سره له دي چي دمهدي کیدو وړتیا لري خو هغه به ددي دعوي نه کوي او نه به دي منصب ته وړاندي کیږي په داسي حال کي دا دروغجن مهدویت بیا په خپله خوښه دا منصب غواړي ددي تفصیل په دي ډول دی چي حسن رضی الله عنه سره له ډیري قربانۍ او سرښندني د سید معاویه رضی الله عنه
په حق کي له خلافت څخه تیر شو او یوازي دمسلمانانو داتفاق

په خاطر یي خپل حق پریښود ددي په بدل کي چي کله اخره زمانه کي داسلامي امت یو والی ته اړتیا پیداشي نو الله تعالی ﷻ به دحسن رضی الله عنه په اولاد کي یو مجاهد مشر دنړیوال اسلامي خلافت لپاره غوره کړي ځکه د الله ﷻ قانون دادی چي څوک دالله ﷻ په خاطر یو شی پریږدي نو الله ﷻ ورته په بدل کي یا دهغه اولاد ته له دي څخه غوره شی ورکوي په همدې اساس دمحدودو سیمو دخلافت پریښودو په بدل کي به الله ﷻ دحسن رضی الله عنه اولاد ته نړیوال خلافت ورپه برخه کړي چي هغه به امام مهدي علیه السلام وي چي دحسن رضی الله عنه له اولاد څخه به وي

ادامه لري

اوله برخه امام مهدي

دوهمه برخه مسیح عیسی علیه السلام

دریمه برخه مسیح دجال ذکر کوو

نشر کولو کي غفلت مه کوۍ مطالعه یي ضروري اړین وګڼۍ

عزیر
28.02.202516:18
دا هم ډیره خوندوره ډیکلومه حتماً واوری
تورې عقابي سترګې دې خوند کوي
اواز :- حسین احمد مدنی
کلام :- زینت الله حیدري

@haidari11
21.02.202503:15
جالب معلومات!
د خپلو نومونو په اول توري پسي وګرځئ او ځانونه خبر کړئ.

ستاسو د نامه لومړی توری، ستاسو د شخصیت مهم رازونه را سپړي ...!
زه په ( ن) کي یم فکر کوم چي زما شخصیت یې ښه سپړلی.
ملګري مو دلته منشن کړئ، چې ځانونه وپېژني...

(الف)- سخي او مخلص یې، له دې سره سره د چارو په سر ته رسولو کې غصه ناک یې، خو پاک زړی او ډېر حساس یې ..

(ب)- د هر څه غوښتنه په ټینګه کوي، ژوند خوښوي، په تېره بیا خوندور خواړه... په چارو دې باور کیدای شي ...

(ت)- پر خپل ځان باورې یې/ له خپله ځانه ډاډه یې، هره چاره په خپله پیل کوي، غوره پلټونکی یې، چارې دې ټولې بریالۍ دی...

(ث)- غصه ناک یې، متشدد او ضدي یې، خو په چارو کې ډېر ځیرک، ماهر او هوښیار یې ..

(ج‌)- جادوګره وړتیا لري، له ژوند سره مینه لري، خو په شخصي ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګریوان یې.

(ح‌)- واقعي/عملي سړی یې، له نورو سره مرسته خوښوي، د ټولنې خیرخواه یې، خو هیڅکله خپلې تېروتنې نه مني.

(خ‌)- چارې دې پر زړه سوې ولاړې دي، ډېر حساس او خورا رومانټیک یې، مرموز انسان یې، رایه او اوامر دې قاطع دي، له نورو څخه دفاع او په تېره بیا له ارزښتونو او اخلاقو څخه په کلکه دفاع ته چمتو یې.

(د‌)- چلن دې غوره دی او له ناکامۍ هیڅ وېره نه لري، په تېره بیا له عامو خلکو سره په اړیکو کې.

(ذ‌)- حقي وینا ته په هر قیمت چمتو یې.

(ر‌)- په بشپړ ډول پوهېږي، چې څه غواړي، له بده بخته، چې خوبونه دې رنګ نه راوړي، مګر ډېر وروسته، خو ته مه ناهیلی کېږه، ته ډېر جذاب او عاطفي یې.

(ز‌)- واکمن یې، غصه ناک یې، کله سخت زړی او کله بیا رومانټیک یې، لږ ضدي یې، په هر قیمت د حق دفاع کوي، په ورځنیو چارو کې تغیر خوښوي او له ریښتینولۍ سره مینه لري.

(س‌)- حساس او مرموز انسان یې، خپل احساسات او عواطف داسې پټوي، چې د هیچا له مخه یې هم نه څرګنده وي، له چا سره چې مینه لري، له هغه سره ډېر اخلاص کوي، زړه راښکونکی یې او د خلکو خوښېږي.

(ش‌)- واکمن او سخت طبیعته یې، د عقلانیت او جاذبیت دواړه ځانګړتیاوي لري.

(ص‌)- متزلزل یې، په چارو کې متکبر یې، ځیرک او ډېر خطرناک یې.

(ض‌)- پر تا باور کیدای شي، د خپلو ملګرو ښه ملاتړ کوي.

(ط‌)- حالات دې د تعجب وړ دی، کله نا کله خو بېخې په غمونو کې ډوب یې.

(ظ‌)- پر نیغه لاره روان یې، چارې په قناعت سره سر ته رسوي، له خپلو حقوقو دفاع کوي او په مقابل کې د هیڅ شی تمه او توقوع نه لري.

(ع‌)- تر ټولو لوړ منصب ته د رسیدلو هڅه کوي، افکار دې علمي دي، باریکبین/ ظریف او خنده رویه یې، خو ډېر ژر غصه کېږي او د غصې پر مهال ډېر سخت زړی یې، مینه کوي او له خپلې معشوقي هیڅکله بې پروا کیدای نشي، بې کچې ښایسته او جذاب یې، هرڅوک مینه در سره لري.

(غ‌)- په هرڅه کې دې کار یې، د همدغې ځانګړنې له مخه، علمي چارو ته متوجه کېږي، ښه سړی یې، خو یواځنی عیب دې دا دی، چې کله نا کله بې ملګري یي، هیڅ ملګری دې نه پیدا کېږي.

(ف‌)- طبیعت او چارې دې ډېرې په زړه پورې دي، خلک ځان ته را کاږي، په کار کې ډېر ماهر او دقیق یې، د تبسم له امله دې خلک خوښوي، ممکن کله زیان در ته ورسېږي، خو بیا هم د زړه له تله مینه کوي، کمزورې دې دا ده، چې اړیکې نه پالې، بلکې له منځه یې وړي.

(ق‌)- ته نیک بخته یې، په هر ډګر کې بریالی یې او مثبتې پایلې به ترلاسه کړي.

(ك‌)- ډېر فعال یې، خو سخت طبیعته یې، له خپلو حقوقو په بشپړ ځواک دفاع کوي، غوره فکر دي په چارو کې ځانګړنه ده.

(ل‌)- له سفر سره مینه دې په طبیعت اغېزه لري، د زړونو په ګټلو کې تر هر چا مخکې یې، د هر چا خوښېږي، زړه دې پاک او حساس دی، هره چاره مثبته ویني/ مثبت ګرا یې.

(م‌)- زړه دې غټ او سینه دې پراخه ده، چې مینه کوي، بېخې په اخلاص او د زړه له تله یې کوي، په خپل ژوند کې له سختو مواقفو نه را ګرځې، ښکلی او جذاب یې او دا دې وروستۍ مینه ده، او که کله په غصه شې؛ نو خدای ج دې هر څوک در څخه لرې ساتي، له دې سره سره متسامح یې/ ګذشت لري، له خلکو سره بالمثل معامله خوښوي/ څنګه چې هغه در سره کوي، ته هم هماغسې ورسره کوي.

(ن‌)- زیار وباسه، چې د قیادت او رهبرۍ ټولې ځانګړتیاوي خپلې کړي، ته د قیادت او رهبرۍ وړتیا لري، په هر څه کې تر هر چا مخکې یې، د خلکو خوښېږي، نوښتګر یې، ازاد او فکري انسان یې، ټول په دې هیله دې، چې د نامه لومړی توری یې (ن) وای، حتی (ن) توری په قرآنکریم کې هم ذکر شوی (ن والقلم و ما یسطرون)، خوشحاله او ډېر ټولنیز یې، زړه دې پاک او غټ دی، متسامح یې، بلکې ټول صفات په تا کې را ټول شوي دي.

(و‌)- ډېر مهربانه او رومانتیک یې، د ځینو چارو په تر سره کولو کې دې له ارادې سره لږ ټمبلې ملګري ده، ځینې خلک د خپلو چارو په تنظیم او ترتیب کې در ته اړ دي، خو ته یواځې له هغو سره مرسته کوي، چې مینه ورسره لري.

(ه‌)- د رهبرۍ وړتیا لري، واقعي انسان او ثابت قدمه یې، له ټولنیز پلوه تر هر چا مخکې یې او د هر چا در ته سترګې دي.
12.02.202516:33
لیست پوره شوی ده له 2000  دوه زرو کم ممبر ولا مسیج مه کوی
بیاهم له دوزره زیاتو نفرو ولا یوازې او یوازې دوه چینلونو ته ځای شته نور لیست کې ځای ختم ده د لیست لپاره مسیج مه کوی

@Guol2


غزلیز مازیګر د طاهری سره
https://t.me/+IMO6ydTDo7s0MzM1
همدرد ځدراڼ دترانو رسمی چینل❤️
https://t.me/+sbQMuL_G-OljYmQ1
مهمند ټایئپسټ Mohmand Typist
https://t.me/The2467
ملا زین الله استقلال تراني
https://t.me/+qlk2ve9y3203ZTZl
شاعرقاري عمیرفراه وال
https://t.me/QaryOmairfarahwal
✌️👨‍❤️‍👨د ملغلرو ادبی دیره😘
https://t.me/NicePoet
دستورو کاروان
https://t.me/dastorokarwan
د یوټیوب تر ټولو خوندور او  اعلا چینل حتماُ یې جوین کړی
https://youtube.com/@haidari111?si=FT103vXp4Jx20KKl
Cricket News کریکټ خبرونه
https://t.me/AFGcricket30
سیلاب درویش ترانې
https://t.me/SELAB34
ایدیتور عبدالحلیم مهاجر
https://t.me/minh657
کانال قاری عظیمی بادغیسی
https://t.me/Qari_azimi_Badghisi_906
ادبي حیرانوونکی خبری
https://t.me/Adabikhabri
میکده/MaiKaDa
https://t.me/maikada786
قاري نوراني شباب ترانو چینل
https://t.me/+oBw2iRXnAYllMmU1
د فلسطین غیور او غیرتي اولس
https://t.me/+q6V4sG30rWMzZjVk
قاري عادل عمار
https://t.me/HabibiAbrat
🍃دخیال څاڅکي🍃
https://t.me/DakheYALsaSKe
🎙❤️نعتخوان مولوي رضاءمنګل ❤️🎙
https://t.me/razamangal
شاعر جهادیار شاهین
https://t.me/ZPKSV
🏡تلاوتونه 🏡
https://t.me/obiduallhabid
°~مات❦ قدمونه~°
https://t.me/+WhEEqaHeBtw2MGM9
د یوټیوب تر ټولو خوندور او  اعلا چینل حتماُ یې جوین کړی
https://youtube.com/@haidari111?si=FT103vXp4Jx20KKl
دزړه ســــکون❤️‍🩹
https://t.me/rahimk124
🪴انګلیسي او 🚦مطالب 🪴
t.me/Englishbike
ازاد لینکونه
https://t.me/Telegeram_links
وتسافونه او مجازی شمیری
https://t.me/WhatsApp_apk3
خپلواک د مبایلونو شرکت
https://t.me/khpalwakmobile
شاعر ذاکر مسجون صاحب
https://t.me/nnksnon
د خپلواک شرکت رسمي چینل
ټیلیفونان وګټی
https://t.me/khpalwakmobile
د کاین ماسټر زدکړه
https://t.me/fydayy11
⫷‌ع꯭‌ب‌ر‌تن꯭‌اک‌ه꯭‌ ک‌ی꯭‌ؔ‌س꯭‌‌ی‌ ꯭ا‌و‌ ꯭‌‌ح‌د꯭‌ی꯭‌ث‌و‌ن꯭‌ه‌⫸
https://t.me/HabibiAbrar
نوی ډیزاین سوي نومان
https://t.me/misbah1243
نعتخوان همدرد میدانوال
https://t.me/MadinwalJanan
دمینې لاروی💎
https://t.me/wiehw
د اسلامي تاریخ ستوري
https://t.me/+LofbCO-N3sliYmQ1
د عشق دفتر
https://t.me/+zOypQLSOdVMxY2Zk
طالب سمسور
https://t.me/Shaertalibsamsur
دارالإفتاء عبدالله بن مسعود(رض)
https://t.me/zakhiratalmasael12
جلالدین حقمل
https://t.me/shcjuvbt
🙋 مقدسه نـــــاوې 👰
https://t.me/marsi373
الفجر بصري څانګه
https://t.me/englishxc
❤️په انګلیسي ژبه خوندور مطالب 🏡
https://t.me/englishbike
💔نعتخوان قاری مسیح الله حیدری💔
https://t.me/MasihullahHaidary58
⏤‌شاعر زینت الله حیدري صیب👇👇👇
https://t.me/haidari11
قَلــم یـار بادغیــسوال ټــایــپسټ
https://t.me/+F9R1dA_GGs40YjY1
شاعر عمریار مُـــلا
https://t.me/nksubwakndonnbc313
نعتخوان قاري نعمت الله الفت
https://t.me/MNycp2024
داسلامی لينکونو ستر مرکز ●■●ــ🍄
t.me/khanjari_FaraHi6
رښتـنــي لار ●■●ــ🍄
https://t.me/abdolHkimrHmani
ایدیتور ●■●ــ🍄
https://t.me/minh657
شعر پیژندنه/شعر شناسي ●■●ــ🍄
https://t.me/shirpizhandanh
شاعرشفیق الله مخبت هلمند وال
https://t.me/+4saxE3_h-8tjMzRl
🎤ساده 🎶ترنم🎙
https://t.me/Sadahtranum
Graphic Design / د ډيزاين مواد
https://t.me/designing124
دحافظ خیرالله خبیب ترانې
https://t.me/AFG_53
⏤‌شاعر زینت الله حیدري صیب👇👇👇
https://t.me/haidari11
د اسلامي مطالبو سرچینه
https://t.me/Islamicworld11
غښتلی فڪر"Strong Mind"
https://t.me/Ftdhkufihmombcsgjfjnjvjj
طــالــب خــبــیــب تـــرانـــی 🩷
https://t.me/talibkhubaib
اُنیس سیحان قلعه ذالي
https://t.me/anaissaihan
شاعرعابد عُـزیر
https://t.me/qariAabidAzir
اخباری فوری مهم
https://t.me/WHATSAPPGROUPH
ډاکتر حنیف طبی معلومات 🩺
https://t.me/DRHANIFMEDICAL
افغان نړیوال لینکونو مرکز➛𝙰𝙵𝙶
https://t.me/LINKEDLN85
خکلي خبرې
https://t.me/Muslim_Yarr
📖پښتو غوره حدیثونه📖
https://t.me/PASHTOBESTHADITHS
ملګری زیات کړی او تیلیفون وګټی
👨‍👨‍👧‍👧اد بزن و ګوشي را از خپلواک مبایل ببر👨‍👩‍👧‍👧
https://t.me/englishxc
انګلیسي ژبه او په زړه پورې مطالب
https://t.me/Englishgro1
🍂شاعر کوچی زړګی 🍂
https://t.me/httpskohizrgi
😜مسخرې او ټوکې😂
https://t.me/Takalii
♥️عمري کندوزوال♥️
https://t.me/OMARIKUNDUZWAL_313
طاهري کتابتون (4)
https://t.me/tahiri_kitabton123
💡د ڪتـابـونـو ڪور 💡📚
https://t.me/bookstor11
عجیبه ناولونه (3)
https://t.me/tarikhonaaonawalunaaa
26.02.202507:22
‏رسول الله ﷺ فرمايلي:

په کوم ځای کې چې ګناه کيږي خو خلک هغه عيب ونه ګڼي، نو هغوي ټول په دې ګناه کې شريک دي.

(رواه ترمذي او ابوداود)
نن دا تصوير په مخه راغی، ورته ځير شؤم، فکر په مخه کړم، او دا کرښي مي وليکلې.
ــــــــــــــــــــــــــــ.!
د اوبو په سر کوچنۍ کښتۍ روانه ده، تر کښتۍ لاندي يو بې ساری لوی نهنګ تېرېږي.

- اوبه زموږ ژوند وبولۍ، کوچنۍ کښتۍ موږ يو، او لوی نهنګ مو د ژوند ستونزي دي، مه وېرېږئ، که د ژوند ستونزي مو لويې دي، خو دا هر څه د يو ستر (ربﷻ) تر کنټرول لاندي دي، له هغه سره مو اړيکه پياوړې او ټينګه کړئ، ستونزي به مو له منځه لاړي شي، سختۍ به درته آسانه شي، او هره بنده دروازه به مو پر مخ خلاصه شي، نو يوازي ته (اللهﷻ) پناه يوسئ، او د هري سختۍ په اړه ورته ووايئ!
26.02.202507:22
يو قاضي وايي:
25کاله قاضي وم، ما ته د انجلۍ هېڅ

داسې قضيه نه ده راغلې چې له مور

او پلار سره د نافرمانۍ په اړه وي،

بلکې ټول د ځوانانو وې، خو سره له

دې اوس هم د چا چې ښځينه اولاد پيدا سي خپګان کوي!
21.02.202503:15
{ 6 }
#خپل أصلي أتلان و پیژنۍ
د سپیڅليو أتلانو دجهادونو عبادتونو زهد تقوی او میړانو پیژندنه:
سپیڅلي أتلان څوک دي؟
د سپیڅليو أتلانو د سیرت مبارک شپږمه ( 6 )برخه !
(دسختی جګړې په حالت کی د شرحبیل بن حسنه رضی الله عنه د مجاهدینو دجنګ میدان ته رسیدل او فتحه)
کله چي (جَرجِیس) د خپل نوکر څخه واوریدل چي ورور یی رَبِیعَه بن عَامرؓ وژلي نو غوښتل يي توري ته لاس کړي خو باتور او اتل مشر رَبـِیْعَه بن عامرؓ ورباندي حمله وکړه او سخت يي ووهلو د دربار عسکرو په ربیعه بن عامرؓ یرغل وکړو خو هغه اتل لَو پکي ګډ کړو یزید بن سفیان رضي الله عنه خپلو اتلانو ته امر وکړو چې کافرانو دوکه وکړه مه يي پریږدﺉ د اسلام باتورو او سرښندونکو أتلانو ځانونه ور ورسول خو د هرقل تکړه او تربیه شوو قومندانانو سخته مقابله وکړه دوي يو په بل کي سره ننوتي ؤه مسلمانان لږ او کافران پنځه چنده زیات وه دغه وخت د رسول اللهﷺ د وحي لیکونکي جلیل القدر صحابي شُرَحْبِیْل بن حَسَنَةْ رضي الله عنه د خپلو باتورو اتلانو سره ورته ور ورسیدلو دوي له جنګ خبر نه وه خو چي خپل ملګري او محمدي بیرغونه يي ولیدل د هرقل په لښکر يي يرغل وکړ داسي سخته مقابله یی وکړه چي دشمن ته يي په اته(8000) زره کسانو کي يو هم پرینښودو هغه کسانو چې د تیښتي کوششونه يي کول هغوي هم تعقیب شول د اسلام سرښندونکي أتلان په خپلو آسونو ورپسي ورغلل هغوی يي هم ووژل۔
کله چي لږ مسلمانان د قوي أيمان په قوت په ډيرو کافرانو کامیاب شول دهغوي بیشماره اسلحي خیمي مالونه خوراکي مواد ټول غنیمت شول نو مسلمانانو غنیمتونه راغونډ کړل او د شُرْحَبِیل بن حَسَنَةْ رضي الله عنه او دهغه د ملکرو شکریه يي آداء کړه چي سخت وخت کي ور ورسیدل بیا یی مشوره وکړه چي دغه غنیمتونه د مسلمانانو خلیفة أبوبکر رضي الله عنه ته ولیږي نو ټولو په اتفاق فیصله وکړه چې ټول غنیمتونه به ورلیږی دا چي غنیمتونه زیات وه نو د جلیل القدر اتل صحابي شَدَادْ بِنِ أَوس رضي الله عنه په مشرۍ يي پنځه(500) سوه کسیزه ډله وټاکله او غیر له اسلحي يي ټول مالونه بار کړل او مدیني منوري ته یی ولیږل کله پنځه(500) سوه أتل غازیان د مدیني منوري حدودو ته ورسیدل نو خلک ورته له خوشحالۍ مخې ته ور ووتل خلیفة المؤمنین هم خبر شو هغه هم له ښار څخه ور ووتلو شَدَّاد بن الأَوس رضي الله عنه ورته د یزید بن سفیان رضي الله عنه لیک او ورسره د غنیمتونو لست ورکړو أبوبکر رضي الله عنه ته یی د فتحې زیری ورکړو ورته یی وویل رومیان خبر شوی هغوي لويي لښکري تیاروي نو أبوبکر رضي الله عنه دوهم لیک د مکي مکرمي خلکو ته ولیکلو د جهاد ترغیب یی ورکړو او ورته يي وویل ما شام ته غازیان لیږلي او الحمد لله اوس یو څه فتوحات شوی که تاسو غواړۍ له أولیاءالله څخه حساب شی نو فرصت له لاسه مه ورکوۍ او
الله جل جلاله دغه آيات ستاسي په هکله نازل کړي ۔
(انفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ۔
آيات) (41)سورت التوبه۔
تاسي سپک اوسي که درانه جهاد ته راووځی یعني اسلحه درسره موجود وي که نه وي خو تر خپل وس به د کفر په مقابله کي ودریږۍ
تاسو د الله جل جلاله په لاره کي په مال او ځان جهاد وکړۍ دغه کار ستاسي لپاره غوره دي که تاسو پوهیږۍ:
دغه لیک عَبدالله بِن حُذافَه رضي الله عنه ویوړو هلته په رسیدلو ورته د مکې مکرمې أتلان یو په بل پسي راجمع کیدل هر ځاي به چې لیک ولوستل شو نو هر چا به لبیک ورته ویلو زیات مجاهدین د عَکْرَمَه بن اَبِي جِهَلْ ۔ دهغه کاکا حَارِث بِن هِشَام۔ سَهَل بن عَمَرْو رضي الله عنهم۔ او نورو تر قومندي لاندي تیار شول !عَکْرَمَه بن اَبِي جهل رضي الله عنه خپلو ملکروته وویل اول قطار د أتلو مجاهدینو لاړ دي اودغه فضیلت هغوي حاصل کړی خو نوره سستی نده پکار باید زر تر زره ځانونه ورسوو هغوي ټول پنځه(500) سوه داؤ طلب غازیان يو په بل پسي مدینې منورې ته په ډير شوق او جذبه ورسیدل ۔

نوربیا ۔لیکوال او له عربی څخه ژباړونکی{ حبل الله المتین}
تألیف امام واقد الواقدي ۔فتوح الشام عربی جلد اول صفحه 20۔21۔22۔
显示 1 - 10 10
登录以解锁更多功能。