په قلم به ځو په وړاندې که خدای کړلو
ایټم خیلو سوپر خیل او زبر خیل به
په ملا درته رانیم کړو
په ټوپک به پرې حاکم شو
په عالم به یی تقسیم کړو
مونږ له دې عصري نړی نه
د کربوړو په نظر کې
بیخي ډیر شاته وو پاته
مونږ په غرو کې اوسیدلو
ژوند مو تیر کړلو په غرو کې
شپه او ورځ به پکې ورک وو
راپسې وو ډیر ځواکونه
چې ژوندي یې ورکولو
چې ژوندي یې خښولو
چې دعوې د انسانیت کړي
د انسان پوستین کې پټوو
دې وحشیانو به مونږ واړه
انسانان هم نه بللو
خو د خدای په فضل ګوره
یو بدلون په وطن راغی
د خزان جنازه بار شوه
د سپرلي ګلونه وا شول
یو طالب ستړی ستومانه
لاس تڼاکې پښې تڼاکې
یوه کږه پګړۍ په سر
ګورګوتي سڼو یې تار تار
په اوږو وهل ټالونه
د وطن له غرو راکوز شو
مجرمین یې کړل محکومه
په وطن باندې حاکم شو
فسادونه یې کړل محوه
رشوتونه یې کړل محوه
د امنیت څادر یې خپور کړ
دردیدلي کړيدلي
افغانان یې کړل خوشحاله
مدرسې شولې ابادې
د تعلیم ټول مراکز
خپلو کار باندې لګیا شول
د عرفان ډیوې شوې بلې
جامعه شوله روښانه
اوس قلم ګلونه پاشي
له ټوپک سره په څنګ کې
اوس قلم ګوتو کې ښکاري
دا ټوپک وو حیدري چې
ګران هیواد مو پرې ازاد کړ
په قلم به یې ته ګوره په نړۍ باندې منمه
شاعر زینت الله حیدري
@haidari11