راشه چې وچ ګلونه سره شي سور بهار راشي
لکه نسيم د زړګي باغ ته نوم د يار راشي
نوى سپرلى دى چارچاپېره سرې کوکۍ خاندي
سپېره نصيبه وايه ستا به کله وار راشي
دنيا ده واړه ستا د يو وړوکي نظر ارماني
سترګې راواړوه چې سترګو له خمار راشي
لکه د للمې فصل ستا د ارمان تندې وسوم
ستا په فراق کې مې سرو شونډو له انګار راشي
په سوي زړه مې د مستۍ خبرې داسې لګي
لکه د مړي په کور سره ډولۍ شرنګار راش
دخپل نصیب دخپل جھانہ مرور دے غنی.
دجانان نوم ورتہ لژ واخلہ چی پہ لار راسی.
🖤