د حرویت ناوې
ښکاري د اقصی شهید په سپین کفن کې وخندل
څنګ چې د حرویت ناوې د دوی وطن کې وخندل
بیا درستي نړۍ د اسلام زور او قوت ولیدو
کله د جهاد اوبو یو پاک لګن کې وخندل
هغو چې دوزخ یادو خدای ورباندې ولیدو
ډیرو بې ضمیرو اوس په خپل چاه کن کې وخندل
زیری مې درباندې تورو خاورو کې تورزن اشنا
ستا ارمان پوره شو اوس یتیم ګلشن کې وخندل
وار د هند غزا دی زلمو ملا مو ورته وتړي
بیا مجاهدینو به یو ځای چمن کې وخندل
نن مو امام ورین تندی دعاء کوله ډیر خوښ وو
ما شاهین حمزه ورته د ګل په تن کې وخندل
~ شاهین حمزه
#آفغان_ځلانده_ستوري