ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:احسان بارول (۲)اخره برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴)-د احسان بارولو تفسير:
د عبد الله بن ابى اوفى رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی: چه خلکو د عربو نه نبی صلی الله علیه واله وسلم ته وویل:يا رسول الله :مونږ په تا باندی اسلام راوړلو او داسی جنگ مو در سره ونه کړو لکه څنګه جنگ چه تاسره فلانی قوم وکړو،نو الله عز وجل دا آیت نازل کړو:{يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَـمُوا} دا خلک په تا باندی احسان باروی چه دوی اسلام راوړی دی.اخرجه ابن المنذر والطبراني وابن مردويه بسند حسن انظر الدر المنثور (٥٨٥/٧)
(۵)-د الله د ترحم د کلام نه محرومیدل.
د احسان ذكر كولو او بارولو یو لوی نقصان دادی چه احسان بارونکی انسان د الله جل جلاله د رحمت دکلام نه محرومیږی.
ابو ذر رضی الله عنه نه روایت دی چه نبی صلی الله علیه واله وسلم وفرمایل دری کسان دی چه الله به ورسره د قیامت په ورخ خبری ونه کړى:يو هغه زباتنه کونکی دی چه هیڅ یو شی نه ورکوی مګر هغه په خلکو زبانوی یعنی احسان کوی بیا یی خلکو ته یادونه کوی،دویم د دروغو قسم په ذریعه خپله سودا چلونکی او دریم:خپل لنگ دبجلکو یا ښینگرو څخه ښکته کوونکی.رواه مسلم:(۱۰۶)
(۶)-دجنت نه محرومیدل:
د احسان بارولو يو بل نقصان دادی چه ددی به وجه باندی انسان د الله جل جلاله د رحمت د نظر نه محرومیری.
د عبد الله بن عمر رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی:رسول الله ﷺ فرمایلی دی:دری کسان دی چه الله رب العالمین به ورته په قیامت کښی ونه ګوری یو هغه کس دی چه مور او پلار آزاروی بل هغه زنانه ده چه د نارینو سره ځان مشابه کوی او بل د يوث انسان دی چه په کور کی یی بدکاری کیږی او دا د هغی مخه نه نیسی.
او دری کسان دی چه هغوی به جنت ته داخل نشی:د مور پلار آزار اخستونکی او هغه انسان چه عادتی شرابی وی او بل هغه څوک چه څه ورکړی او بیا په هغی باندی احسان باروی.اخرجه النسائي،مجمع الزوائد
د ابو بكر صديق رضى الله عنه نه روايت دى هغه فرمانی چه نبی ﷺ فرمایلی دی.جنت ته به دهوکه باز انسان او احسان بارونکی انسان او بخیل انسان داخل نشی.اخرجه الترمذی۱۹۶۳
(۱)-د عبد الله بن عباس رضى الله عنهما وينا:
د عبد الله بن عباس رضى الله عنهما شاگرد هغه نه نقل کوی هغه فرمائی: احسان بارونکی انسان به هیڅ کله جنت ته داخل نشی نو دا خبره په ما باندی ډیره زیاته ګرانه ولګیده تردی پوری چه ما د هغه تصدیق د الله په کتاب کی پیدا کرو،چه الله جل جلاله فرمائی:{لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْـمَنِّ وَالْأَذَى}بقره۲۶۴
خيل صدقات د احسان په زیاتولو او ضرر رسولو سره مه ضائع کوئ.الدر المنشور:۴۴/۲
(۲)-د ابن أبي مليكه رحمه الله وينا:
ابن ابی ملیکه رحمه الله ددی آیت په باره کی فرمائی:أَنَّهُمْ عَنْ رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ)المطففين:۱۵
دوی به د قيامت په ورځ د خپل رب نه په پرده کی وی.
هغه وفرمايل:ددی نه مراد احسان بارونکی انسان، تکبر کونکی انسان او شوک مار انسان دی.تفسير الطبري:۴۹۲/۱۰
(۳)-د امام ابن سيرين رحمه الله وينا:
امام ابن سیرین رحمه الله د يو سړی نه واوریدل چه په بل سری باندی یی احسانات بارول چه ما تاسره دا احسان کری دی او دا احسان می کری دی،نو هغه ورته وويل:په هغه احسان او په هغی صدقه کی هیچ خیر نشته چه بیرته یی بار بار سړی ته وریادوی.(الكبائر (٢٢٩)
(۴)-د امام شافعي رحمه الله وينا:
ته مه باروه په خلکو باندی چه هغوی دی په تا باندی احسان وکړی بلکه د خپل نفس لپاره خپله حصه غوره کړه او صبر کوه ځکه بیشکه صبر ډال دی، احسانونه د خلکو په زړونو باندی د نيزود گذار نه هم سخت اثر لری.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبی عبادتونه او گناهونه