🔴 کندوز کې چاودنه او د ملګرو ملتونو خبرداری : داعش – خراسان ډله سیمې او نړۍ ته 'مهم' ګواښ دی/ مجاهد:” داعش نور افغانستان ته ګواښ نه دی “
افغان تريبيون 🙏🏾
کابل، سه شنبه ۲۳ مرغومی( جدی )۱۴۰۳
✍️ د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې چاراکو فبروري لسمه ( سلواغې ۲۲) د امنیت شورا یوې غونډې کې خبردرای ورکړ چې په افغانستان د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه نه یوازې د سیمې بلکې نړۍ ته لا هم یو "مهم" ګواښ دی.
✍️د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا غونډه د دې لپاره رابللې وه چې بحث وکړي داعش او ورسره تړلې ډلې د نړۍ او سیمې د امنیت لپاره څومره خطرناکې دي.
✍️په غونډې کې وویل شول چې د داعش- خراسان څانګه چې ویل کیږي مرکز یې په افغانستان کې دی د "دې نړیوالې ترهګرې ډلې تر ټولو خطرناکه" څانګه ده چي په افغانستان کې نه یوازې په ملکیانو بلکې په طالبانو یې هم غټې حملې کړي.
✍️د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتیونیو ګوتیرش دا غونډه په عراق، د شام او سوریې شاوخوا سیمو او په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د ډلې د ګواښونو په اړه په ستراتیژیکه کچه په شپږمیاشتنی راپور باندې د بحث لپاره رابللې وه.
✍️د ترهګرۍ ضد مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، ولادمیر ورونکوف په غونډې کې وویل چې داعش – خراسان نه یوازې په افغانستان بلکې د سیمې او د سیمې څخه د باندې هیوادونو لپاره مهم ګواښ دی او زیاته یې کړه چې ددې ډلې ملاتړو په اروپایي هیوادونو کې هم د بریدونو پلان درلود او دا چې په عملي توګه د مرکزي آسیا په هیوادونو کې افراد استخداموي.
✍️ښاغلي ورونکوف زیاته کړه، "داسې راپورونه شته چې یو څو بهرني ترهګر وسله وال لا هم افغانستان ته روان دي". د ملګرو ملتونو دې چارواکي د ټولو غړیو هیوادونو څخه وغوښتل چې پرې نږدې افغانستان یو ځل بیا د "ترهګریزو فعالیتونو په ځالې" بدل شي.
✍️بل پلو بیا د امنیت په شورا کې د متحده ایالاتو استازې دوروتي شي بیا داعش – خراسان ډله نړیوال ګواښ وباله او اندیښنه یې څرګنده کړه چې دا ډله نه یوازې په افغانستان بلکې په پاکستان کې د وسله والو استخدامولو توان لري.
✍️په همدې حال کې د چین استازي پرته لدې چې نور جزیات ورکړي وویل چې د داعش- خراسان ، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ سره تړلې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري او د یو بل سره همکاري کوي.
✍️په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي، منیر اکرم بیا د متحده ایالاتو ادعا په هکله وپوښتل چې داعش – خراسان په پاکستان کې وسله وال استخداموي. هغه د ملګرو ملتونو راپورونو پر اساس وویل چې یوازې افغانستان د داعش – خراسان څانګې د استخدام مرکز دی او دا چې په پاکستان کې دا ډله وسله وال نه استخداموي.
✍️سره لدې چې طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو دې راپور باندې تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې یې په پرله پسې توګه په افغانستان کې د داعش- خراسان څانګې فعالیونه او حضور کمزوری ښودلی.
✍️طالبان دا ادعا هم لري چې په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ ډله شتون نلري. تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش د ځپلو اعلان وکړ او ټینګار یې وکړ چې دغه ډله په افغانستان کې هیڅ ځواک نه لری.
✍️نوموړي همداراز اعلان وکړ چې په سیمه کې د داعش فعالیت له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري او دا ډله نور هېواد ته ګواښ نه دی.
✍️طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی ادعا کوي چې په دغه هیواد کې یې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) په ګډون ټولې وسله والې ډلې له مڼځه وړي او بشپړ امنیت یې ټینګ کړی دی.
✍️ خو داعش او د طالبانو د حکومت ځینو نورو مخالفو وسله والو ډلو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو ښارونو کې د بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
✍️د همدې اندېښنو ترڅنګ نن سهار په کندوز ښار کې د کابلبانک څانګې ته څېرمه ځانمرګي برید مرګژوبله اړولې ده.
✍️د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې په دغه برید کې ۵ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.د هغه په وینا د پېښې په قربانیانو کې د طالبانو غړي، د بانک امنیتي کسان او عام خلک شامل دی.
✍️عیني شاهدانو ویلي، دا برید داسې مهال شوی چې د سرپرست حکومت مامورین د تنخواګانو ترلاسه کولو لپاره دغه بانک ته راټول او ولاړ وو.
✍️ د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار وویل: " نن ورځ سه شنبه ۸:۳۵دقیقې مخکې له غرمې د کندوز ولایت کابل بانک ته څیرمه یو ځانمرګي بریدګر چې ځان پورې یې منفجره مواد پیچلې وه بانک ته څیرمه یې ځان ته انفجار ورکړی چې په تعداد د ۵ تنه مجاهدین [طالبان] او عام وګړې د بانګ د محافظینو په شمول شهیدان او ۷ تنه یې زخمیان کړي دی".