Мир сегодня с "Юрий Подоляка"
Мир сегодня с "Юрий Подоляка"
Труха⚡️Україна
Труха⚡️Україна
Николаевский Ванёк
Николаевский Ванёк
Труха⚡️Україна
Труха⚡️Україна
Николаевский Ванёк
Николаевский Ванёк
Лёха в Short’ах Long’ует
Лёха в Short’ах Long’ует
العصر بصري څانګه avatar
العصر بصري څانګه
العصر بصري څانګه avatar
العصر بصري څانګه
Період
Кількість переглядів

Цитування

Дописи
Сховати репости
06.03.202500:55
ګلرخ ته!

پر ملاؤ باندې ورو ورو کږېدل راماتېدل
ګلان چې پر سپین مخ میّنېدل راماتېدل

جانان ساحل ته لاړو سلامۍ ته یې راټیټ شول
ها لوړ دنګ چینارونه خمېدل راماتېدل

ګلرخ چې کړې کږې د آسمان لور ته مړاوې سترګې
د ستوریو قندیلونه شرنګېدل راماتېدل

سپوږمۍ چې ولید حسن زاره چاودې راستنه
پهٔ وړاندې یې برجونه نړېدل راماتېدل

چې باغ ته شو دننه سروې ټولې پهٔ تعظیم شوې
د ولو هم شاخونه درنېدل راماتېدل

دې تورو ګڼو زلفو یې بیخي ډېر لېوني کړل
امین غوندې یې زړونه دردېدل راماتېدل

امین وردګ
04.03.202516:09
نعت شریف

هُجـوم دي د سپېـڅلو یادو بـیا راســــــره مل دی
زمــزم تـه د وصـال مې تـږی زړه بې تـابـه ګل دی

د مینې اِعتراف مې ستا صورت،سیرت روښان کړ
د مـینې مُـقتدا پــسې مـې نیــت د هـــر عمــل دی

حُصول یې په قِسمت شي بختــور به یې دیدن کا
روضې نـه د زمین مــخ دی روښانـه ځل او بل دی

میَـن دي پـر حبیب مې مــؤمن زړونـــــه پـه ایمان
پـه مـینه کې د هـر تنـکي زړګـي حالــــــت بدل دی

کامل دی،مَکَمَّل دی او اجمل دی خوږ حبیب زمونږ
ستایلی رب جلیل یې پـه واللیل بانـــدې اوربل دی

ستاینــې تـه ادب غــــوره ، ادب تــه یې ستاینـــــه
کــلام کې پــه ادب نغښـتې حبـــیب خالد تسل دی

خالد تسل
03.03.202516:43
د حسن بزم!

دحسن بزم جوړ و، دجانان پر نام خلوت و
د زړونو په درزا کې څه جذابه، کیفیت و

محور د مینې جوړ ؤ پۀ درګاه د عاشقۍ کې
جلوۀ جلوۀ جمال و مجلس جوړ د محبت و

ژباړنه د سینو وه پۀ شفافو آئینـو کې
نازل پري تجلیات و عجیب کیف و نزاکت و

مؤلف بۀ شوۀ دردونۀ د سینو سپینو صفحو کې
تکمیل د زړه د هيلو و د عشَق کرامت و

درزا وه او ژړا به وه د تورې شپې په زړه کې
یو درد راټوکېدلی ستا له مینې شفقت و

د اوښکو آمیلونه به یی وړلو تر ګریوانه
د نفس تزکیه وه حقیقت و رضایت و

چې خاورې کړم صورت ستا په دربار کې زه زر ځله
نېکپاله منصوري ستا د بخت زړی ملأمت و

سیدمنصوري
06.03.202500:55
چا چې کړى له نظام سره خيانت دى
خداى خوار کړى په دنیا او آخرت دى

دا نظام دى په سرو وينو ګټل شوى
پام کړه دا د شهيدانو امانت دى

سر وهئ د فتنه ګرو او اشرارو
پورته کړى چې يې سر د بغاوت دى

هر يو کار بايد تابع د شريعت شي
ژوندون غير له شريعته هلاکت دى

د خداى پار ته وګورئ ای مسلمانو!
دا ژوندون مو ولې دومره د غفلت دى

ورک نفرت دې له وطن شي وطن مله!
غاړه راکړه باقي ژوند د محبت دى

وطن مل
04.03.202516:04
خدایه ستا له عذابونو نجات راکړه
د غفران په شمول ماته حیات راکړه

د سپیرو لپو کچکول مې درته ایښی
یو ملنګ یمه د عفوې خیرات راکړه

زړه زما سوری سوری په ګناهو دی
پرې ملهم به سي د بخشې نبات راکړه

چې ګیلاس ستا د رضا ورته عطا وي
ما هغه که ماته داسې عادات راکړه

چې په کړون یې ستا له فیضه برخمن سم
ما صفـوة ته ربه دا سې خیالات راکړه

محمد صفوة اللّٰه فضلي
03.03.202516:43
درود دي وي سلام دي وي په نام دمحمد ﷺ
مدام به یم غلام به يم غلام دمحمد

دژوند او زندګۍ ګلشن بې ټول عمر تازه وي
که چا کړ عملي هريو پيغام  دمحمد

حرم دژوندانه کي دتوحيد ترنم خپور سو
نړۍ ته ښکلا راوړله اکرام دمحمد

ارواح به يي له فيض او برکته برخمن وي
ساتلی چي يې نوم دزړه په بام  دمحمد

خمار سي قربانۍ ته اماده سي نذرانه سي
نوش کړی چي کوم چاوي دعشق جام دمحمد

صفا لکه هنداره هميشه به هغه زړه وي
منلي چې حکمونه وي تمام  دمحمد

قربان دمحمد ترنامه زر ځلي قربان سم
ستاينه به محب کړم تل مدام دمحمدﷺ

محمدخان محب
06.03.202500:53
هر څوک مري نه پاتي کېږي
خو څوک ژر څوک څه ځنډېږي
د دنيا ژوند بل څه نه دی
مګر دری ورځي يادېږي

يوه پرون وه چې شوه تېره
نه راګرځي نور ده هېره
يوه نن ورځ ده چې پکې يو
دا هم تل نه ده ختمېږي

يوه سبا ده خدای خبر دی
چې مو خير که مو ضرر دی
خوشالي، استراحت که
غم خفګان به راپېښېږي

بس نور سم دې خپل عمل کړه
بدې کړنې دې کنګل کړه
کړه هرچا سره ښېګڼه
له بدي هيڅ نه جوړېږي

چې محفوظ څوک له زوال دی
هغه صرف يو ذوالجلال دی
نور همه واړه څاروانه
فنا کېږي فنا کېږي

عکرمه څاروان
04.03.202515:51
(رمضان المبارک)

له رحمتونو څخه ډکې د غفران میاشتې
د رمضان میاشتې
له ټولو میاشتو نه بهترې د قران میاشتې
د رمضان میاشتې

الله په څومره انعاماتو را نازله کړې ته
دجنـتـونـو د سبب او د جانان میاشتې د رمضان میاشتې

د برآءت د مغفرت او د عزت میاشت یې ته
د ګـنـاهونو د زوال او د رحمان میاشتې د رمضان میاشتې

له غِنا ډکه یې ته لویه سرمایه یې د خدای
د نـعـمـتونـو او خوندونو د باران میاشتې د رمضان میاشتې

څومره ډیر خوږ دی انتظار د ماښامي افتاري
په هر ممــبر غږ د بلال او د اذان میاشتې د رمضان میاشتې

د کرامت طالب دعا او قبولیت د اللّٰه
له شیطاني فکرونو لرې په امان میاشتې د رمضان میاشتې

کرامت الله
03.03.202514:30
نعت شريف

ستا د کلي ارمانجن یم
زړۀ مې تنګ دی په‌ عجم کې
له خپل بخته ګيلمن یم
زړۀ مې تنګ دی په‌ عجم کې

لرې پاتې یم له وخته
د هجران په زولنو کې
زه په درد دلته دردمن يم
زړۀ مې تنګ دی په عجم کې

په امت کې یې خدای شمار کړم
دا احسان یې پر ما کړی
په دې وياړم عزتمن يم
زړۀ مې تنګ دی په عجم کې

که مې سترګې خدای کړې یخې
په سفر د حرمينو
بیا وګړی د عدن یم
زړۀ مې تنګ دی په عجم کې

رحمتونه چې پرې اورې
د جانان د هغه کلي
زه غوښتونکی له څښتن یم
زړۀ مې تنګ دی په عجم کې

که مسعود ازمون واصل شوم
د جانان ښکلې روضې ته
بیا به څومره قدرمن یم
زړۀ مې تنګ دی په عجم کې

مسعود ازمون
06.03.202500:51
دی در په غاړه مسؤلیت د امارت مسؤله
دا دی میراث د شهیدانو امانت مسؤله

د همت غرونه دې لا هسک کړه د تقوأ په زیور
تاته دي سترګې نن د ټول مسلم امت مسؤله

د امارت سپینه لمن درنه داغ داره نه شي
ګده هر قدم په ډیر اخلاص او صفا نیت مسؤله

مټې را نغاړه د هیواد د پرمختګ پر لوري
دا وران ویجاړ وطن نن غواړي ستا خدمت مسؤله

ته دې هر کار لله فی لله کوه رښتینی اوسه
مقصود دې نه کړې بدل ونه کړې غفلت مسؤله

د رب حضور ته به پیش کیږي درنه هیره نه شي
که دې نن وکړو یو زره هم خیانت مسؤله

د خیال کښتۍ د خواهشاتو بدرنګیو وړې
بدري طالب دریادوه په دې وصیت مسؤله

بدري طالب
04.03.202501:20
مناجات

له ډیري پښېمانۍ مي ځوړند سر راوړی دی
امید مي د بخښني ستا تر در راوړی دی

ستا رحم ته پۀ ډیرو ګناهو باندي مې بار
ناچلۀ غوندي زړۀ ناڅیز بشر رواړی دی

بس هسي په ما تیر شو د غفلت پۀ درانۀ خوب
بې کیفه او بې خوند مي ژوند اکثر رواړی دی

منم زما نیکۍ، عمل، پۀ هیڅ باندي حساب دي
ماروی درتۀ د ټول جهان د لمر رواړی دی

پۀ ټولو اوامِرو کي مې مل وي ترې نه تنګ یم
فرار مي د شیطان رجیم لۀ شر راوړی دی

هی نۀ مي کړ لقب د فدائي نه د شهید خپل
هی نۀ مي داغ د عِشَق نۀ پرهر راوړی دی

باداره معترِف یم پۀ خواهش ، اونفْس پرست
کچکول درته د عفوي ما یاسَر راوړی دی

یاسر یوسف
Показано 1 - 11 із 11
Увійдіть, щоб розблокувати більше функціональності.