

14.02.202517:28
نن به ډیرو د ولنټاین ورځ هم لمانځلي او بیا به ځان ته روشنفکره مسلمانان هم وایې.
خو ځه موږ یې څه کوو خدای دی یی د همغوی سره حشر دوی ته احادیث اهمیت نلري. کنه دا کار به یې نه وو کړی.
حلاله نکاح وکړئ دا د هوا او هوس عشقونه آخر تاسو د جهنم کندو ته برابروي.
"من تشبه بقوم فهو منهم"
خو ځه موږ یې څه کوو خدای دی یی د همغوی سره حشر دوی ته احادیث اهمیت نلري. کنه دا کار به یې نه وو کړی.
حلاله نکاح وکړئ دا د هوا او هوس عشقونه آخر تاسو د جهنم کندو ته برابروي.
"من تشبه بقوم فهو منهم"
#مبارز_عمري


23.01.202514:11
25.01.202519:42
د پورته لیکنې د لوستلو پر مهال داسې تصور وکړئ چې ګواکې تاسو اوس د همدې بدلونو شاهد یاست. څه عجیب منظر به وي چې د امت ځوانان د عقیدوي درسونو په حلقاتو کې ناست وي او شیخ ورته تدریس کوي.
ای کاش دا هر څه مو په خپلو سترګو لیدلي وای دا د امت واقعي عروج دی🥹🥹🥹
ای کاش زموږ حکومتونو توجه ورته کولی.
ای کاش دا هر څه مو په خپلو سترګو لیدلي وای دا د امت واقعي عروج دی🥹🥹🥹
ای کاش زموږ حکومتونو توجه ورته کولی.
post.media.noAccess
22.10.202406:11
نن ورځ ځینې مسلمانانو نشنلیزم ته پر اسلام ترجیح ورکړې!
یعنې دوی بیا غواړي د مکې د متعصبينو تاریخ ژوندی کړي؟
آیا دوی جاهلیت (نشنلیزم) ته پر علم او پوهې ( اسلام) ترجیح ورکوي؟
آیا دا د الهي قانون رد کول او د بشري قانون منل ندي؟
ویښ شئ اې میراثي مسلمانانو اسلام په سمه توګه زده کړئ! تاسو په دې بهانه چې اسلام آسان دین دی د اسلام قوانین ماتوی!
یعنې دوی بیا غواړي د مکې د متعصبينو تاریخ ژوندی کړي؟
آیا دوی جاهلیت (نشنلیزم) ته پر علم او پوهې ( اسلام) ترجیح ورکوي؟
آیا دا د الهي قانون رد کول او د بشري قانون منل ندي؟
ویښ شئ اې میراثي مسلمانانو اسلام په سمه توګه زده کړئ! تاسو په دې بهانه چې اسلام آسان دین دی د اسلام قوانین ماتوی!
#مبارز_عمري
25.01.202519:42
مــوضــوع: فـکـري جـګـړه
لـیـکـونکی: مــبارز عـــمري
څلورمه برخه باسمه تعالی
د فکري جګړې پر وړاندې د مقاومت او بلآخره د فکري آزادۍ د تر لاسه کولو لارې چارې: لکه څنګه چې فکري جګړه د انسان د ژوند هره برخه په بر کې نیسي همدارنګه لازمه ده تر څو د هغې پر وړاندې زموږ مقاومت هم همدومره پراخ وي. موږ باید د فکري جګړې لپاره یو پراخ بنسټه ستراتيژي ولرو. د ځینو لارو چارو یادونه به یې وکړو.
١_د اسلامي تعلیماتو پراختیا: باید د قرآن، حدیث، فقهې او عقیدې تدریس ته ځانګړې پاملرنه وشي. کوم چې زموږ په ټولنه کې له پامه غورځول شوي دي. باید د فکري جګړې لور ته د پوهانو او محصلینو توجه واړول شي. د فکري جګړې پر اهمیت کنفرانسونه جوړ شي او د مبارزې په لارو چارو او طریقې بحثونه وشي. باید د اسلامي فکري مفاهیمو لکه: توحید، عدل، جهاد او اسلامي اخلاقو د تدریس لپاره ځانګړې حلقې جوړې شي. نه یوازې دا چې په فزیکي ډول تدرس وشي بلکی یاد درسونه باید په ویډیویې شکل پر میډیا هم خپاره شي. د دغو دینو ښوونو پر بنسټ باید د غربي فکر په وړاندې مبارزه پیل شي. اغیزه به یې دا وي چې د خلکو به دیني پوهه زیاته شي، فکري جګړه به وپیژني او د خپل دین په اړه نا وړه تصورات به پریږدي. ځوانان او علماء به د عقیدوي تدریس پر مټ د فکري حملو لپاره یو ډال جوړ شي او پر غربي افکارو د تعرض وخت به راورسیږي.
٢_د رسنیو اهیمت:د اسلامي مفاهیمو د عام کولو لپاره ځانګړې رسنۍ جوړول تر څو اسلامي مفاهیم د هر مسلمان تر غوږنو ورسیږي، د سمو او دقیقو معلوماتو د خپرولو لپاره اسلامي تلویزیونونه، چینلونه، راډیو ګانې او ویب پاڼې جوړول. د ټولنیزو رسنیو لکه: فیسبوک، ټلیګرام، انسټاګرام، ټویټر او نورو پراخه کارونه تر څو په دې طریقه اسلامي تفکر عام او پراخ کړل شي. اغیز به یې دا وي چې خلک به د فکري جګړی په اړه پراخ معلومات تر لاسه کړي، فکري بحثونه به عام شي او خلک به بیا د غربي فکرونو د لوبو آله نه وي.
٣_د اسلامي کلتور ساتنه: د اسلامي کلتور او هنرونو برخې ته باید پراختیا ورکړل شي. د اسلامي ادبیاتو او هنري شکلونو سره د اسلامي ارزښتونو پیژندل او وړاندې کول. د اسلامي حجاب لور ته د ښځو تشویق کول، د حجاب اهمیت له قرآن او حدیثو بیانول. همداسې د ږیرې پریښودو ته د ځوانانو تشویق کول. اغیز به دا وي چې خلک به بیا د فکري جګړې له اغیزو خوندي وي. او په دې ډول به د دیني اصولو ساتنه هم وشي.
٤_د مذهبي او فکري یووالي هڅې: باید د مذهبونو تر منځ د اختلاف دا اوسنۍ لړۍ بنده کړل شي. او د مناظرو ګرم میدان سوړ شي تر څو په یوه هدف کار وشي. د اسلامي نړۍ مشران باید د اتحاد راوستلو لپاره هڅې پیل کړي. تفصیل ته مو زړه کیږي خو لیکنه بیخي اوږدیږي. اغیز به یې دا شي چې د مسلمانانو تر منځ به اتحاد راشي د مذهبي اختلافونو او ردونو او یو بل ته د کافر خطاب کولو لړۍ که بنده شي یووالی خپله رامنځته کیږي دا به د فکري جګړې په وړاندې یو محکم سنګر جوړ کړي چې ټول په ګډه خپل دښمن وځپي. الله دې دا ورځ راولي🥹
٥_سیاسي او اقتصادي خپلواکي: د اسلامي هیوادونو تر منځ باید د سیاسي یووالي هڅې پیل شي. د اسلامي نړۍ داهلي ستونزې حل شي تر څو سیاسي خپلواکي تر لاسه شي. د اسلامي مالی سیستم نافذول تر څو د غرب له اقتصادي نظام څخه ځان خلاص کړو. اغیز به یې دا وي چې مسلمانان به د سیاسي خپلواکي او اسلامي اقتصادي نظام ولري چې دا دواړه د فکري جګړې په وړاندې د فولادي دیوال حیثیت لري.
د ذکر شوو پینځه لارو چارو په واسطه کولی شو د فکري جګړې ډګر وګټو خو که موږ ورته اهمیت ورکړو.
دوام لري.....
#مبارز_عمري
25.01.202519:41
Показано 1 - 6 из 6
Войдите, чтобы разблокировать больше функциональности.