20.02.202515:21
رانه پناه سوې په دیدن پسې دې مرم جانانه
تایادووم تایادووم تایادووم جانانه
پرځمکه ناست یم کرښې کاږم دنامه توري دي
لیکم اوبیرته یې به ګوتو ړنګووم جانانه
ستاپه نشتون اوجدایۍ کې داسي حال دی زما
په زړه زخمي زخمي نیمی لکه غنم جانانه
غواړم چې نوردې له زړګي اوحافظې وباسم
تکل مې کړی دی بس داهڅه کووم جانانه
نه مې ته هیر سوې نه هیریږې وایه څه وکړمه
خدایګو نور وچ مې شولو سترګوکې نور نم جانانه
ذبیح الله دې بیلتون دومره کړم دردمن په زړګي
یار دبل بیل سي ورسره ژاړم زه هم جانانه
ــــــــــــــــــــــــــ
ذبیح الله زاهد
تایادووم تایادووم تایادووم جانانه
پرځمکه ناست یم کرښې کاږم دنامه توري دي
لیکم اوبیرته یې به ګوتو ړنګووم جانانه
ستاپه نشتون اوجدایۍ کې داسي حال دی زما
په زړه زخمي زخمي نیمی لکه غنم جانانه
غواړم چې نوردې له زړګي اوحافظې وباسم
تکل مې کړی دی بس داهڅه کووم جانانه
نه مې ته هیر سوې نه هیریږې وایه څه وکړمه
خدایګو نور وچ مې شولو سترګوکې نور نم جانانه
ذبیح الله دې بیلتون دومره کړم دردمن په زړګي
یار دبل بیل سي ورسره ژاړم زه هم جانانه
ــــــــــــــــــــــــــ
ذبیح الله زاهد
Көрсөтүлдү 1 - 1 ичинде 1
Көбүрөөк функцияларды ачуу үчүн кириңиз.