Notcoin Community
Notcoin Community
Whale Chanel
Whale Chanel
Proxy MTProto | پروکسی
Proxy MTProto | پروکسی
Whale Chanel
Whale Chanel
Proxy MTProto | پروکسی
Proxy MTProto | پروکسی
iRo Proxy | پروکسی
iRo Proxy | پروکسی
المـــــــــرصـــــــــاد محکم سنګر1⃣ avatar

المـــــــــرصـــــــــاد محکم سنګر1⃣

دلته خوارجواونړیوال طاغتیانودسیسومعلومات خپره وو هیله کوم چینل فالوکړۍ نشرولوکي راسره مرسته وکړۍ ددعاپه هیله عزیر
TGlist рейтингі
0
0
ТүріҚоғамдық
Растау
Расталмаған
Сенімділік
Сенімсіз
Орналасқан жері
ТілБасқа
Канал құрылған күніТрав 10, 2024
TGlist-ке қосылған күні
Лют 10, 2025
Қосылған топ

"المـــــــــرصـــــــــاد محکم سنګر1⃣" тобындағы соңғы жазбалар

https://almirsaad.com/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%d8%9b-%d8%a7%d9%88-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84-%d8%a8%d8%ad%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%88%d8%b6%d8%b9%db%8c%d8%aa-%da%86%db%90-%d9%85%d9%88%da%96-%d9%be%da%a9%db%90/


*داعش؛ او نړیوال بحراني وضعیت چې موږ پکې ژوند کوو*
*جنید زاهد*

د داعش د ماهیت او د دې ډلې د تحرکاتو په اړه ډېر مطالب وړاندې شوي، او ټول تر یوې اندازې دا شر او فساد خورونکی ګروپ پېژني.

خو د دې شومې ډلې د اهدافو د ارزولو په برخه کې د دوی د پراخو، متنوع او تیتو موخو له امله لا هم مفصلو څېړنو ته اړتیا ده، ځکه چې د دې ډلې د نفوذ احتمال رخنه معلوم‌الحاله ده او هرې لارې لخوا یې د نفوذ احتمال شته، باید هر هغه مسیر چې دوی پرې ځان ته لار جوړولی شي، په دقیق او مؤثر ډول وتړل شي.

په دې نړۍ کې چې موږ پکې ژوند کوو، ګڼ بحرانونه لیدل کېږي او په ډېرو دغو مسئلو کې نیمه‌سیاسي او نامستقل جریانونه نقش لري؛ ځکه چې دوی مشخصه تګلاره نه لري، بلکې د دوراني او لنډمهاله پروژو په څېر، د هغو دستوراتو او اوامرو پر اساس مخته ځي چې ورته سپارل شوي وي.

په اوسنۍ نړۍ کې چې وضعیت یې د هر بل پېر او عصر په پرتله ډېر خراب، مغشوش او بحراني دی، د داسې ګډوډي جوړوونکو حرکتونو نقش په ښکاره توګه لیدل کېږي.

د داعش پدیده په حقیقت کې د اوسني نړیوال بحران له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي؛ د دې ډلې خشونت‌محور دریځ او وحشت خپرونه ټولو نړۍوالو ته روښانه شوې ده.

یوه داسې نړۍ چې له تاوتریخوالي او جنګ څخه پاکه وي هغه وخت ممکنه ده، کله چې دا بې‌برنامې ورانکاره ګروپونه له صحنې لرې شي او نړۍ له دوی څخه پاکه شي.

په نړۍ کې ګڼ خوځښتونه فعالیت لري چې هر یو په بېلابېلو لارو هڅه کوي، ترڅو د ننني بحران‌ وهلې نړۍ د ژغورنې لپاره یوه حل‌ لاره وړاندې کړي، خو دا بحرانونه د هغو قوتونو له لوري طرحه شوي چې د جګړې ګټونکي بلل کېږي.

لوی قدرتونه د تاریخ له مطالعې وروسته دې نتیجې ته رسېدلي، چې د خپلو اوږدمهاله موخو ته رسېدلو لپاره دا امکان چې خپله مستقیما میدان ته داخل شي ډېر کم دی، همدا راز ډېر لګښت ته اړتیا لري، له همدې امله، دوی په نړۍ کې نیابتي ډلې جوړې کړې ترڅو د دوی د لاس‌ وسیلو په توګه عمل وکړي او له بل پلوه، کله چې د دغو ډلو مأموریت پای ته ورسېږي، همدا ستر قدرتونه یې د ختمولو اختیار هم په خپل لاس کې وساتي، تر څو نړۍ ته بیا ځان د ګډوډۍ او تباهۍ د مهارولو اتلان معرفي کړي.

د نړۍ د سترو قدرتونو دا لوبه دومره روښانه شوې، چې د دې خاورینې دنیا اوسېدونکو هم حقیقت درک کړی، خو کله چې داسې ډلې لکه داعش، رامنځته کېږي چې تل د غلامۍ رول په ډېر مهارت سره لوبوي، خلک دوه زړه کېږي او باور کوي، چې شاید د دغو سترو قدرتونو شتون د همدې حرکتونو د ځپلو لپاره ګټور، بلکې اړین وي او حال دا چې همدغه قدرتونه پخپله د دې حرکتونو وده ورکونکي دي.

داعش، چې پخپله یو استکباري پروژه بلل کېږي، نړۍ ته یې خپل خط او نښان ښودلی او د نننۍ ګډې وډې نړۍ لپاره یې د تباهۍ او دهشت اچونې رول ټولو ته معلوم دی، په حقیقت کې له داعش څخه پاکه نړۍ، یو ډېره آرامه، باثباته او د پرمختګ په لور روانه نړۍ کېدلی شي.

Рекордтар

25.02.202523:59
820Жазылушылар
28.01.202502:27
300Дәйексөз индексі
01.03.202523:59
171 жазбаның қамтуы
01.03.202523:59
17Жарнамалық жазбаның қамтуы
12.03.202519:32
0.00%ER
12.03.202519:32
0.00%ERR
Жазылушылар
Цитата индексі
1 хабарламаның қаралымы
Жарнамалық хабарлама қаралымы
ER
ERR
16 ЛЮТ '2523 ЛЮТ '2502 БЕР '2509 БЕР '25

المـــــــــرصـــــــــاد محکم سنګر1⃣ танымал жазбалары

27.02.202518:05
https://almirsaad.com/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%d8%9b-%d8%a7%d9%88-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84-%d8%a8%d8%ad%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%88%d8%b6%d8%b9%db%8c%d8%aa-%da%86%db%90-%d9%85%d9%88%da%96-%d9%be%da%a9%db%90/


*داعش؛ او نړیوال بحراني وضعیت چې موږ پکې ژوند کوو*
*جنید زاهد*

د داعش د ماهیت او د دې ډلې د تحرکاتو په اړه ډېر مطالب وړاندې شوي، او ټول تر یوې اندازې دا شر او فساد خورونکی ګروپ پېژني.

خو د دې شومې ډلې د اهدافو د ارزولو په برخه کې د دوی د پراخو، متنوع او تیتو موخو له امله لا هم مفصلو څېړنو ته اړتیا ده، ځکه چې د دې ډلې د نفوذ احتمال رخنه معلوم‌الحاله ده او هرې لارې لخوا یې د نفوذ احتمال شته، باید هر هغه مسیر چې دوی پرې ځان ته لار جوړولی شي، په دقیق او مؤثر ډول وتړل شي.

په دې نړۍ کې چې موږ پکې ژوند کوو، ګڼ بحرانونه لیدل کېږي او په ډېرو دغو مسئلو کې نیمه‌سیاسي او نامستقل جریانونه نقش لري؛ ځکه چې دوی مشخصه تګلاره نه لري، بلکې د دوراني او لنډمهاله پروژو په څېر، د هغو دستوراتو او اوامرو پر اساس مخته ځي چې ورته سپارل شوي وي.

په اوسنۍ نړۍ کې چې وضعیت یې د هر بل پېر او عصر په پرتله ډېر خراب، مغشوش او بحراني دی، د داسې ګډوډي جوړوونکو حرکتونو نقش په ښکاره توګه لیدل کېږي.

د داعش پدیده په حقیقت کې د اوسني نړیوال بحران له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي؛ د دې ډلې خشونت‌محور دریځ او وحشت خپرونه ټولو نړۍوالو ته روښانه شوې ده.

یوه داسې نړۍ چې له تاوتریخوالي او جنګ څخه پاکه وي هغه وخت ممکنه ده، کله چې دا بې‌برنامې ورانکاره ګروپونه له صحنې لرې شي او نړۍ له دوی څخه پاکه شي.

په نړۍ کې ګڼ خوځښتونه فعالیت لري چې هر یو په بېلابېلو لارو هڅه کوي، ترڅو د ننني بحران‌ وهلې نړۍ د ژغورنې لپاره یوه حل‌ لاره وړاندې کړي، خو دا بحرانونه د هغو قوتونو له لوري طرحه شوي چې د جګړې ګټونکي بلل کېږي.

لوی قدرتونه د تاریخ له مطالعې وروسته دې نتیجې ته رسېدلي، چې د خپلو اوږدمهاله موخو ته رسېدلو لپاره دا امکان چې خپله مستقیما میدان ته داخل شي ډېر کم دی، همدا راز ډېر لګښت ته اړتیا لري، له همدې امله، دوی په نړۍ کې نیابتي ډلې جوړې کړې ترڅو د دوی د لاس‌ وسیلو په توګه عمل وکړي او له بل پلوه، کله چې د دغو ډلو مأموریت پای ته ورسېږي، همدا ستر قدرتونه یې د ختمولو اختیار هم په خپل لاس کې وساتي، تر څو نړۍ ته بیا ځان د ګډوډۍ او تباهۍ د مهارولو اتلان معرفي کړي.

د نړۍ د سترو قدرتونو دا لوبه دومره روښانه شوې، چې د دې خاورینې دنیا اوسېدونکو هم حقیقت درک کړی، خو کله چې داسې ډلې لکه داعش، رامنځته کېږي چې تل د غلامۍ رول په ډېر مهارت سره لوبوي، خلک دوه زړه کېږي او باور کوي، چې شاید د دغو سترو قدرتونو شتون د همدې حرکتونو د ځپلو لپاره ګټور، بلکې اړین وي او حال دا چې همدغه قدرتونه پخپله د دې حرکتونو وده ورکونکي دي.

داعش، چې پخپله یو استکباري پروژه بلل کېږي، نړۍ ته یې خپل خط او نښان ښودلی او د نننۍ ګډې وډې نړۍ لپاره یې د تباهۍ او دهشت اچونې رول ټولو ته معلوم دی، په حقیقت کې له داعش څخه پاکه نړۍ، یو ډېره آرامه، باثباته او د پرمختګ په لور روانه نړۍ کېدلی شي.
Көбірек мүмкіндіктерді ашу үшін кіріңіз.