د سږ کال سرسایه څومرې او چاته ورکول کیږي؟
دا لیکنه ضرور ولولئ او شیر یې کړئ!
سوال: که لطفا د سر سایې په هکله دغه سوالونه راته ځواب کړي ډېره مهرباني به مو وي:
۱: د صدقة الفطر(سرسایې) حکم څه دی؟
۲: سرسایه په کورنۍ کي و چاته نه ورکول کیږی؟
۳: که د یوه یا دوو کلونو سرسایه پاتې وي څه وکړو؟
۴: سرسایه باید په کوم وخت کي ورکړل شي؟
۵: د دوو کلونو سرسایه مخکي ورکول څنګه دي؟
۶: نصاب څو دی، او پر څومرې پیسو باندي سرسایه کیږي؟
۷: سږ کال د سرسایې اندازه څو ده؟
۸: موږ ولي سرسایه ورکوو؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
۱: سرسایه د حضرت امام ابوحنیفه رض په مذهب واجب ده او ځیني امامان رضوان الله عليهم اجمعین وايي چی فرض ده.
۲: سرسایه و شتمن کس ته نه ورکول کیږي، په کورنۍ کي و خپلې ميرمنې، مور، پلار، زوی،لور، لمسي، لمسۍ، نیکه او انا/ نیا ته نه ورکول کیږي،خو و بل لور ته په کورنۍ کي یی و خور، ورور او یا بل قریب ته ورکولای شئ، که مستحق وي.
۳: داچي سرسایه واجب ده نو که پخپل وخت باندي اداء نه کړل شي هغه پاتې ده هغه قرض ده هغه بیا د کال په هروخت کي ورکولای شئ.
۴: ثواب چي لري سرسایه باید په روژه او د اختر په ورځ باندي ورکړل شي- ور نه د کال په هروخت کي یی هم ورکولای شئ
۵: د دوو کلونو سرسایه ورکول روا ده هیڅ پروا نلري- که د کورنۍ د غړو تعداد معین وو او که تغیر پکښې راتلئ نو پکار داده چی د هر کال سرسایه په هغه وخت کي اداء کړل سي.
۶: نصاب د سپینو زرو له کبله ټاکل کیږي يعنى (612.35) ګرامه سپين زر ، که چیري ددغې اندازې سپینو زرو افغانۍ یا پاکستاني، هندی روپۍ يا ډالر ولري هغه به سرسایه ورکوي، په اوس وخت کي تقریبا (195,952) پاکستانۍ روپۍ یا (46,538.6) افغانۍ لري هغه به سرسایه ورکوي.
۷: سږ کال سرسايه په پاکستان کي 160 روپۍ ده، په افغانستان کي
60 افغانۍ ده, چي داد هلمند قیمت دی، داځکه په هلمند کي غنم نسبت و نورو ولایتونو ته ارزانه دي.
۸: زکات کلنۍ مالي فریضه ده او سرسایه صرف د اختر د ورځې مالي فریضه ده،نو ځکه یې ورکوو.
یادونه: په سرسایه کي کال تېرول نه غواړي، کله چي سرسایه ورکوئ په هغه وخت کي چي پورتنی رقم ولرئ سرسایه واجب ده. کېداى سي په افغانستان کي سرسايه مختلفه ځکه وي چي د غنمو قيمت په دوو ولايتو کي يو ډول نه دى ـ
کوښښ وکٸ سرسايه په دې مبارکه مياشت کي ورکړٸ تر څو د غريبانو او بې وزلو د روژې خرچه سي .
نوټ ///دقندهار لپاره دسرسایی انداز دنفر پرسر ۵۵ افغانی ده
⏪ ⏹ ⏩ 🔊
ستاسو دخوښي ترانې
@Al_Raihan_Tarani