تدۡبِیرګر
باسمہ تعالیٰ
#انقلابي_افکار
#سرلوړي_اهداف
#مجاهد_قلم
#بې_پایانه_سفر
دا چینل د فکري او حماسي افکارو ځای دی، چې د اصلاح او بدلون لپاره فعالیت کوي.
د دعوت او تحول غوره ادرس.
⫍₁₄₄₆ ̲₁ ̲₁⫎
⭛⭛⭛
☍تأسیس: هجري قمري

TGlist рейтингі
0
0
ТүріҚоғамдық
Растау
РасталмағанСенімділік
СенімсізОрналасқан жері
ТілБасқа
Канал құрылған күніЛют 07, 2025
TGlist-ке қосылған күні
Вер 09, 2024Қосылған топ
"تدۡبِیرګر" тобындағы соңғы жазбалар
22.02.202517:16
ای د امت ځوانانو د ام احسان زولنې ستاسو آزادي غواړي!
ام احسان یوازې یوه مظلومه مور نه ده، بلکې د امت غیرت، عزت، او مبارزه ده! که نن دا مبارکه مور د پاکستاني ریاست په زندان کې ده، نو دا د امت ټولو ځوانانو ته یو پیغام لري.
راویښ شئ دا وخت د افسوس نه، بلکې د حرکت دی. دا وخت د غفلت نه، بلکې د شعور دی. که نن د ام احسان غږ په زندان کې بند دی، نو ستاسو غږ باید د دنیا تر وروستي کونج ورسيږي.
څه پکار دي؟
اول قدم کې د ام احسان قضیه ژوندۍ وساتئ دا قضیه باید هېره نه شي. ستاسو قلم، ستاسو پوسټونه، ستاسو خبرې، باید د امت ضمیر ویښ کړي. هر ځوان باید پوه شي چې د دې مبارکې مور جرم یوازې د حق ملاتړي زوی درلودل وو!
دویم قدم کې د ظلم خلاف فکري جهاد وکړئ ظالم یوازې د ټوپک غږ نه، بلکې د حق آواز هم نه شي زغملی. تاسو باید د اسلام پر وړاندې دښمنان افشا کړئ، د ام احسان او نورو مظلومو مجاهدینو د قربانیو قصې خپرې کړئ، او د امت پر وړاندې روان غفلت ته د پای ټکی کېږدئ.
دریم قدم کې عمل وکړئ، نه یوازې احساس احساساتي خبرې کول اسانه دي، خو عمل سخت دی. که ریښتیا د ام احسان لپاره څه کول غواړئ، نو خپل ژوند ته تغیر ورکړئ! ځان وروزئ، علم حاصل کړئ، دعوت وکړئ، او د اسلام د حاکمیت لپاره عملي ګامونه پورته کړئ.
څلورم قدم کې د دعا ځواک مه هېروئ د ام احسان دعاوې د زندان تیارو ته محدودې نه دي. که امت راویښ شي، دا دعاوې د آسمان دروازې ماتوي. نو تاسو هم د هغې لپاره دعا وکړئ، د هغې زوی ته دعا وکړئ، او د اسلام د برلاسۍ لپاره دعا وکړئ.
سبا چې دا امت بېرته خپل عزت ته وګرځي، سبا چې حق بیا واکمن شي، ام احسان به له زندانه راووځي، خو د امت تاریخ به پرې د یوې عزتمندې، صابري، او فداکارې مور نوم ولیکي. او تاسو… تاسو به د هغې بریا برخه وئ، که نن مو خپل مسئولیت درک کړ!

#ام_احسان_کو_رہا_کرو
#تدبیرګر
#ملا_طلحه_عمبري
22.02.202517:03
ام احسان د زولنو تر شا ژړیدلې مور!
د پاکستاني ریاست یرغلونه دوام لري، د ظلم اور بل دی، او د دې اور لمبې د یو مؤمنې مور پر زړه بلیږي. ام احسان هغه مبارکه مور، چې خپل زوی یې د حق پر لاره روزلی و، نن د زندان د تیارو شاته د تورو زولنو بندي ده.
وچې شونډې، ستړې سترګې، خو لا هم عزتمن نظر. هغه مور چې د خپل زوی احسان الله خړپړ تصویر یې د زړه په وینو رنګ کړی، نن پخپله د ظلم پنجو ته لوېدلې.
"ام احسان!" پوخ غږ وشو، دا ځل د زوی نه، بلکې د زندان ساتونکي وو. راپاڅه محکمه ده. د هغې زړه ودرید د وریرې څخه نه بلکې د یادونو له امله د هغه زوی یادونه چې د دین په روحیه ستر شوی و. هغه ورځ یې سترګو ته ودرېده، چې د کور دروازه د یرغلګرو لخوا ووهل شوه، هغه چیغې، هغه چی په زوره کش کیده، او د زوی وروستی غږ مورې ما هېر نه کړې.
ام احسان نن هم د زولنو تر شا هماغه مور ده، خو د زړه زولنې یې ماتې شوي. که دوی یې لاسونه تړلي، ایمان یې نه شي تړلی. که دېوالونه ترې چاپیر دي، مګر دعاوې یې اسمان ته ختلې دي.
سبا چې امت ویښ شي، سبا چې د ایمان شعله بېرته بلیږي، سبا چې دا ظلم د تاریخ تور پاڼو ته لاړ شي، ام احسان به یادېږي، نه د یوې مظلومې په توګه، بلکې د یوې فاتحې مور په توګه!

#ام_احسان
#تدبیرکر
#ملا_طلحه_عمبري
22.02.202517:00
#ام_احسان د زولنو تر شا د امت عزت!
#د_امت مور بندي ده، مګر امت ویده دی!
#که_نن_د_ام_احسان غږ بند دی سبا به د تاریخ پاڼې پرې لیکل کیږي!
#ام_احسان د ظلم تر سیوري لاندې د حق صبر!
#د_یو_مجاهدې مور درد او زمونږ د بې احساسۍ ماتم!
#د_ام_احسان صبر د امت ازموینه!

22.02.202504:16
د بصیرت سکرین، یا د غفلت پرده!
موږ په داسې عصر کې ژوند کوو چې مبایل یوازې یوه وسیله نه، بلکې یوه مجازي نړۍ ده، یوه دنیا چې زموږ فکر، اعمال، او راتلونکی کنټرولوي.
مغز هغه څه منعکسوي چې ته یې ورکوې که ته خپل مبایل د علم، معرفت، او بصیرت سرچینه وګرځوې، ذهن دې روښانه کېږي، افکار دې ژورېږي، او د راتلونکي لپاره قوي بنیان ږدې. که یې د عبثو بوختیاوو لپاره وکاروې، ذهن دې ستړی، فکر دې مغشوش، او شخصیت دې متزلزل کېږي.
مبایل دې د یو کتابتون په بڼه جوړ کړه تاریخي او فکري لیکنې، دیني لارښوونې، او بصیرت زیاتونکي مطالب وساته.
هره ورځ یې په یاد ولره؛ چې ته د امت مسؤل یې.
د زړه لپاره تغذیه وکاروه د ایمان انګازې خپروونکي اسلامي اناشید واوره، ترڅو روح دې له مادیتي زولنو خلاص شي.
دعوتي، اصلاحی، او فکري مواد خپاره کړه، ځکه که ته د حق لپاره غږ نه اوچت نکړژ، باطل به دا خلا ډکه کړي!
تاریخ شاهد دی هره ستره امپراتوري، هر لوی تمدن، او هر ځواکمن ملت یا د علم له لارې وده کړې، یا د غفلت له امله زوال ته تللی. یا به مبایل تا اداره کوي، یا به ته مبایل اداره کوې!

#په_شیشو_کې_روح_مه_بندوه
#تدبیرګر
#ملا_طلحه_عمبري

21.02.202507:59
وعده؛ د نفس او شخصیت ازموینه!
د انسان طبیعت له ضعف سره مل دی، خو دا ضعف د تسلیمۍ معنا نه لري. زموږ عهدونه، که هغه له ځان سره وي یا له نورو سره، زموږ شخصیت ته بڼه ورکوي. که زموږ ژمنې تل ماتېږي، دا زموږ پر نفس د کمزوري کنټرول نښه ده، خو که یې ساتو، دا زموږ قوت او اعتبار ثابتوي.
د عهد ماتېدل طبیعي ده، خو که دا عادت وګرځي، شخصیت کمزوری کوي. قوي خلک ژمن خلک دي. که غواړې د خپل شخصیت بدلون ته داخل شې، نو وعدو ته جدي پام وکړه، نفس ته سختي ورکړه، کوچني اهداف وټاکه، او د الله مرسته وغواړه. هغه څوک چې پر خپل عهد وفادار وي، د خلکو، تاریخ، او الله په نزد هم محترم وي!
څنګه باید ژمن پاتې شو؟

#د_استقامت_هنر
#تدبیرګر
#ملا_طلحه_عمبري

20.02.202514:28
20.02.202505:17
ستاینه مه غواړئ، مسئولیت درک کړئ!
په معاصر دور کې د ځوان نسل ستره فکري غلطي دا ده چې دوی د ستاینې، تشویق، او خلکو د تایید تمه لري. دوی داسې احساس کوي، که خلک یې ستاینه ونه کړي، نو د دوی کار ته ارزښت نه پاتې کېږي. دا یو ذهني بند دی، چې انسان د یوې باطلې تمې په زنځیر کې تړلی ساتي او د حقیقي مسئولیت له درک څخه یې غافل کوي. که تاسې د خلکو ستاینه شرط وګرځوئ، هم به ستاسو نیت فاسد شي او هم به د دوی د رد او انتقاد په وخت کې تاسې د خپلې لارې نه منحرف شئ.
که موږ واقعاًَ غواړو، چې مبارز واوسو، نو باید د ستاینې له دې فکري زندان نه ځان خلاص کړو. باید پوه شو چې د ستاینې تمه لرل، د کمزورې ارادې علامه ده. څوک چې واقعي مبارز وي، هغه د خپل مسئولیت درک کوي او د خلکو د نظرونو پر ځای د الله رضا ته متوجه وي. د ستاینې تمه لرونکی مبارز به د خلکو د مخالفت سره کمزوری شي، خو د مسئولیت احساس لرونکی مبارز به د مخالفتونو په څپو کې لا قوي شي.
تاته وایم! 🫵
که د حق لپاره مبارزه کوې، نو د خلکو له تایید او انکار څخه لوړ فکر وکړه. مسئولیت درک کړه، خپل هدف ته ثابت پاتې شه، او دا پوهه درسره وساته، چې ستاینه د عمل هدف نه، بلکې د ضعیف ذهنیت یوه انحرافی پدیده ده!

#ستاینه_یو_فریب_دی
#تدبیرګر
#ملا_طلحه_عمبري
20.02.202505:16
#د_مبارز_قوت_د_ستاینې_نه_پورته_دی
#ازاد_ذهن_د_خلکو_په_نظر_نه_بندیږي
#مسئولیت_د_آزاد_ذهن_ځانګړنه
#حق_د_تایید_محتاج_نه_دی
#مسئولیت_درک_کړه
#حق_ته_ژمن_شه
#عمل_نه_تحسین
#ازاد_ذهن_د_خلکو_په_نظر_نه_بندیږي
#مسئولیت_د_آزاد_ذهن_ځانګړنه
#حق_د_تایید_محتاج_نه_دی
#مسئولیت_درک_کړه
#حق_ته_ژمن_شه
#عمل_نه_تحسین

19.02.202506:28
په معاصر دور کې، فکري یرغلونه په دومره مهارت سره ترسره شوي چې زموږ له ګڼو مسلمانانو څخه یې د حق او باطل ترمنځ کرښه پټه کړې ده. سیکولریزم، الحاد، او نور باطل افکار داسې وړاندې شوي چې د "روشن فکرۍ" نوم یې اخیستی، حال دا چې دا د قرآن کریم او اسلامي عقیدې سره ښکاره ټکر لري.
زموږ ډېر وروڼه او خوېندې، چې دیني شعور یې کمزوری دی، دا مفکورې د تمدن، پرمختګ، او د ازاد فکر د نوم لاندې قبلوي، بې له دې چې پوه شي دا د دوی د دین، تاریخ، او ارزښتونو خلاف دي. دا د فکري جګړې یوه خطرناکه بڼه ده، چې هدف یې د مسلمان امت فکري بېثباتي او د اسلامي هویت کمزوری کول دي.
زمونږ ډېری مسلمانان خو اول دا نظریې نه پېژني، که کوم یو یې پېژني، نو یوازې سیکولریزم او الحاد ته محدود دي. خو حقیقت دا دی چې د امت د فکري تخریب لپاره یوازې دا دوه مفکورې نه، بلکې نورې هم شته، چې موږ هڅه کوو دروپېژنو او امت ترې اګاه کړو، ترڅو د خپل دین دفاع وکړای شي.
اوس د مسئولیت وخت دی موږ باید د قرآن او سنتو په رڼا کې خپل فکري استقلال بېرته ترلاسه کړو، د باطلو مفکورو حقیقت وپېژنو، او خپل نسلونه د فکري استعمار له دې زهرجنو اغېزو وژغورو. د اسلامي ارزښتونو ساتنه یوازې یو اخلاقي مسئولیت نه، بلکې زموږ د بقا یو اساسي شرط دی! نو بیدار اوسئ!
وما علینا إلا البلاغ

#د_امت_د_بیدارۍ_اړیتا
#معاصر_دور
#تدبیرګر
#ملا_طلحه_عمبري
19.02.202506:27
#د_فکري_یرغل_مفهوم_او_موخې
#سیکولریزم_الحاد_او_نور_فکري_زهر
#اوس_د_بیدارۍ_او_اقدام_وخت_دی
#سیکولریزم_الحاد_او_نور_فکري_زهر
#اوس_د_بیدارۍ_او_اقدام_وخت_دی

18.02.202504:30
شجاعت، خطر، او هدف
شجاعت د انساني فطرت یوه بنسټیزه قوه ده، خو یوازې هغه وخت اصلي مانا پیدا کوي، چې د حق، عدالت، او سترو اهدافو لپاره وکارول شي. که شجاعت یوازې د وېرې د نشتون نوم وای، نو هغه بې مقصده جرئت ته ورته کیده. خو شجاعت دا نه دی چې یو څوک له خطر سره مخ نه وي، بلکې دا دی چې یو څوک د خطر پر وړاندې کلک ودریږي، د خپل هدف لپاره هره قرباني ومني، او د پایلو د مسئولیت وړ وي.
زه تاته وایم! 🫵
که ته یو هدف لرې، نو پوه شه چې خطرات به حتمي وي. دا خطر کله د زخمونو بڼه لري، کله د غربت، کله د قید، او کله د شهادت. خو که ستا هدف سپېڅلی وي، نو دا خطرات به ستا له نوم نه یوه افسانه جوړه کړي.
که ته غواړې یو زړور لیکوال شې، نو د حقایقو ویلو خطر ومنه.
که ته غواړې د خپل ملت دفاع وکړې، نو د جګړې، شکنجې، او قربانۍ خطر ته غاړه کیږده.
که ته غواړې د خپل دین د دعوت مشعل اوچت وساتې، نو د بدنامۍ، تعذیب، او هجرت غم مکوه.
که د خپلو اهدافو لپاره خطر ته غاړه کښېږدې، نو پوه شه چې ته به د تاریخ برخه شې!

#یا_شجاعت_غوره_کړه_یا_هیر_شه
#تدبیرګر
#ملا_طلحه_عمبري

17.02.202508:55
ورورولي، عهد او قرباني!
موږ د یو بل د اوږو بار یو، د یو بل د درد دوا یو، او د یو بل د زخمونو ملهم. که یو ټپي شي، بل به یې پورته کوي. که یو کمزوری شي، بل به یې قوي کوي. موږ د ورورولۍ د عهد وثیقه لاسلیک کړې، داسې عهد چې نه یې وینه ماتولی شي، نه یې اور سوځولی شي.
د قربانۍ دا لاره د کمزورو خلکو لپاره نه ده، دا د هغو زړورو میړنیو لار ده چې د خپلې وینې په قیمت هم د حق د کلمې اعلاء غواړي. که څوک زموږ د هوډ مخه نیسي، نو هغوی دې پوه شي چې موږ نه ستومانه کېږو، نه تسلیمېږو، او نه بېرته ګرځو! بعون الله

#په_وینه_لیکل_شوی_تړون
#د_هوډ_او_ثبات_لاروي
#تدبیرګر
#ملا_طلحه_عمبري
16.02.202516:08
منظم غبرګون!
که د حماس قیادت ته فکر وکړو، ټوله غزه یې ورته په بله واړوله خو بیا هم ټوله غزه د څو ساعتونو په اوږدو کې داسې تنظیمیږي، چې دښمن حیران شي. هغوی بېړني تدابیر نیسي، هرڅه منظم مخته وړي، او د جګړې ډګر ته چمتو وي.
یعنې د څو ساعتونو په موده کې د حماس تنظیم شوی غبرګون د دښمن لپاره غیر متوقع وي.
مګر زموږ ستونزه دا ده چې مخکې له دې چې جګړه را ورسیږي، موږ فکري او تربيتي چمتووالی نه نیسو.
کاشکې موږ هم خپل جهاد له فکري روزنې او تربیې څخه پیل کړی وای!

#فکرمند_قیادت
#تدبیرګر_منحل
#ملا_طلحه_عمبري

16.02.202508:05
پښتون د تاریخ زوږ او د ازادۍ حماسه!
پښتون یو داسې ملت دی چې د تاریخ د سترو معرکو او تمدنونو د تکراري زوال او عروج شاهد پاتې شوی دی. د دوی شتون یوازې د یوه قومي هویت استازیتوب نه کوي، بلکې د انساني آزادۍ، مقاومت، او عزت یو ژوندی تمثیل دی.
د پښتون تاریخ د تورې، قلم، او عقیدې په محور راڅرخي. د دوی جهادي ماضي نه یوازې د جسماني مبارزې بیان دی، بلکې د یوه فکري قیام استازیتوب هم کوي. د دوی غزوات، معرکې، او پاڅونونه یوازې د خاورو د دفاع لپاره نه وو، بلکې د آزاد انسان د ارزښت د تثبیت لپاره وو.
پښتون هغه قوم دی چې غرونه یې خپل سنګر، او غیرت یې د بقاء فلسفه ګڼلې. تاریخ ګواه دی چې د دنیا ستر امپراتوران دلته راغلل، خو یا یې د پښتون د دوښمنۍ له امله تاریخي مرګونه وموندل، یا یې د دوی د میړانې تر تأثیر لاندې د دوی سره د ورورولۍ تړونونه وکړل.
پښتون، د تاریخ یو ناویلې حماسه ده، چې نه یوازې د خاورې، بلکې د ازاد انسان د فکر ساتونکی هم پاتې شوی دی!

#پښتون
#تدبیرګر
#ملا_طلحه_عمبري

14.02.202511:25
ای معاصر ځوانه که ته لا هم د ځان په پېژندنه کې سرګردانه یې، نو پوه شه چې ته یوازې یو ژوندی وجود نه، بلکې د تاریخ یوه حلقة یې، د تمدن یوه ستنه، او د راتلونکي یوه طرحه. ته هغه زوی یې چې د امت د زخمونو دوا کیدای شي، ته هغه مشعل یې چې د تیارو پر ضد بلیږي، او ته هغه طوفان یې چې د باطل دلایل ناسم ثابتولی شي.
د دنیا فلسفه همدا ده! یا به د تاریخ لیکوال یې، یا به د نورو لخوا لیکل کېږې. یا به د امت بار اوچتوې، یا به د نورو د بار لاندې ژوند کوې. راویښ شه! خپل فکر ته ژورتیا ورکړه، خپل درد د امت له درد سره یوځای کړه، او خپل ګامونه د یوه نوي سبا د جوړولو لپاره پورته کړه. ځکه چې که ته بیدار شې، امت به بیدار شي، او که ته حرکت وکړې، تاریخ به حرکت وکړي. راپاڅئ، چې راتلونکی زمونږ دی! بعون الله

#معاصر_ځوان
#تدبیرګر
#ملا_طلحه_عمبري
Рекордтар
23.02.202523:59
3.5KЖазылушылар07.02.202523:59
700Дәйексөз индексі03.10.202423:59
5861 жазбаның қамтуы10.03.202522:30
0Жарнамалық жазбаның қамтуы16.02.202516:23
38.46%ER03.10.202423:59
26.20%ERRКөбірек мүмкіндіктерді ашу үшін кіріңіз.