ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:دخوراک سنت(۱)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دطعام په اول کې بسم الله ویل.
(۲)-په ښي لاس خوراک کول.
(۳)-دخپل نژدی ځای څخه خوراک کول.
نبی صلى الله عليه واله وسلم عمرو بن أبي سلمة رضى الله عنه ته وويل:يا هلكه بسم الله وايه او په ښي لاس خوراك. کوه،او دهغه ځای څخه خوراک کوه چې تاته نژدی وی.البخاری ومسلم
(۴)-که دطعام په اول کې بسم الله هيره شي نو چې کله یی یاده شي بيا دا دعاء ويل:بِسْمِ اللَّهِ أَوَّلَهُ وَآخِرَهُ. ابوداود
(۵)-دلوښي دغاړي څخه خوراک کول دمینځ څخه خوراک نه کول.
نبی علیه السلام فرمائی:برکت دطعام په مینځ کې نازليږي تاسو د طعام دغاړي څخه خوراك كوئ او دمينځ څخه خوراك مه کوئ.ابوداود
(۶)-دتکيا په حال کې د خوراک څخه ځان ساتل.
نبي صلى الله عليه واله وسلم فرمائی هر چه زه یم نو زه دتیا په حال کې خوراك نه كوم.البخاری
(۷)-دطعام دعيب دبیانولو څخه ځان ساتل.
رسول الله صلى الله عليه واله وسلم به دطعام عيب نه بیانولو که به یی ورته اشتها وشوه نو هغه به یی وخوړولو او که به یی بد وګڼولو نو هغه به یی پریښودلو.بخاری مسلم ابو داود
(۸)-په دری ګوتو خوراک کول.
نبي صلى الله علیه واله وسلم به په دريو ګوتو خوراك كولو او بیا به یی دلاس دپاکولو څخه مخکی څټلو.مسلم
(۹)-خوراک ته کیناستل او په ولاړه خوراک نه کول.
(۱۰)-یو ځای خوراک کول دځانله خوراک څخه ځان ساتل.
لکه څنگه چی دمحمد صلی الله علیه واله وسلم طریقه همداسی وه
د دوه کسانو طعام د دریو کسانو لپاره کافی کیږی او ددریو کسانو طعام دڅلورو کسانو لپاره کافی کیږی.البخاری
(۱۱)-که یو مړی و غورځیږی هغه صفا کول او هغه خوړل.
کله چې ستاسوكي ديوتن څخه يوه مړۍ وغورځیږی نو پس هغه دی راواخلی او هغه ګند دی تری لری کړی او بیا دی وخوري او هغه دی شیطان ته نه پریږدی،
(۱۲)-دطعام نه روسته ګوتی څټل.
(۱۳)-کاسه څټل.
د جابر رضی الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی:چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم دګوتو او دکاسی په څټلو حکم کړی دی او دایی فرمایلی دی چې تاسو نه پوهیږئ چې په کوم طعام کی برکت دی،مسلم
(۱۳)-دطعام نه روسته دالله حمد ادا کول.
فائدة د طعام نه وروسته په حمد ویلو الله راضي کيږي.
بیشکه الله دبنده څخه پدی راضی کيږي چي خوراك وكړي او په هغي كي دالله حمد ادا کړي او يا څښاك وكړي او په هغي كي دالله حمد ادا کړي.مسلم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ