Мир сегодня с "Юрий Подоляка"
Мир сегодня с "Юрий Подоляка"
Труха⚡️Україна
Труха⚡️Україна
Николаевский Ванёк
Николаевский Ванёк
Труха⚡️Україна
Труха⚡️Україна
Николаевский Ванёк
Николаевский Ванёк
Лёха в Short’ах Long’ует
Лёха в Short’ах Long’ует
افغان ځلانده ستوري avatar
افغان ځلانده ستوري
افغان ځلانده ستوري avatar
افغان ځلانده ستوري
Date range
Number of views

Citations

Posts
Hide reposts
09.02.202503:56
ملګرو دا لینک درسره نشر کړی

الله ج ستاسو خدمت قبول کړي
24.01.202514:00
نظم

کندهاره! ته خبر یې?
په دې ټول افغانستان کې
ستا مثال لکه د زړه دی
زړه چې نه وي،بدن څه وي
ته مضمون د غیرتونو
ته عنوان د کارنامو یې
ته ویاړمن یې له ازله
ستا له غېږي پاڅېدلي
اتـ.ـلان د تارېخونو
د میرویس نیکه مسکنه
د احمد بابا وطنه
ته ټپه یې د ملالي
د ایوب د تـ.ـوري شرنګ یې
ته ګټونکی د هر جنـ.ـګ یې

کندهاره ته خبر یې?
د بـ.ـریا تارېخ دي پروت دی
د اعـ.ـداد په هر ډګر کې
د جـ.ــهاد په هر ډګر کې
ستا د غېږي په انوارو
د تیارو لمن شوه ټوله
د جـ.ـګړو لمن شوه ټوله
د رڼا قافله راغله
د سبا قافله راغله
د فساد په وړاندې ګوره!!
د مـ.ـلا قافله راغله

کندهاره ته خبر یې!
دا ستا خاورې مبارکې
د عـ.ـمر قدم ښکل کړی
ابتدا د امـ.ــارت هم
ستا له غېږي شوه راپیل
فلسفه د قیادت هم
ستا له غیږي شوه راپیل
سرچینه د سعادت هم
ستا له غېږي شوه راپیل
ستا د سپین جبین څو ستوري
د هیواد پر اسمان ځل کړي
د لمریزو وړانګو سیوري
د هیواد پر اسمان ځل کړي
ته دې تل اوسې سرشاره
د بـ.ـاتورو زمرو ښاره
په زرینو تاندو کرښو
ستا د وصف کیسې لیک دي
د غیرت په هر مضمون کې

کندهاره ته خبر یې?
هره سیمه دي یوه بېلګه
هره سیمه دي یادګار دی
د نیکونو د ویاړونو
د ننـ.ــګونو ،سرښندنو
د میوند په حماسه کې
د ملالي په ټپه کې
د زلمیو په جذبه کې
د غیرت درسونه وینم
د همت درسونه وینم
د دامان لوړي،ژوري
د دښمن په وینو سرې دي
په ژوندي احساس سمبالي
ستا بـ.ــاتوري پرګنې دي

کندهاره ته خبر یې?
ته یې ګران په هیوادوالو
ته خو زړه د هر افغان یې
له شماله تر جنوبه
له ختیځه تر لویدیځه
ددې خاورې هر وګړی
ستا عظمت ته سلامي کړي
د کندز په سردرو کې
د ابدان په شنو درو کې
هر شپانه چې شپېلۍ واخلي
ستا په وصف کې راټول کړي
څو رنګین د غزلتوري
د تخار په دنګو غرو کې
ستا په نوم باندې جوړیږي
د غیرت او همت څلي
بس همدا د ګرانښت راز دی
ته هم پوهه شه یارمله
راته ګران له دې امله
چې د ټول افغانستان سر
چا اوچت په درست جهان کړ
ټول په ویاړ سره دا وایو
کندهـــار،کندهـــار

یارمل کندزي
#آفغان_ځلانده_ستوري
05.02.202503:17
د حرویت ناوې

ښکاري د اقصی شهید په سپین کفن کې وخندل
څنګ چې د حرویت ناوې د دوی وطن کې وخندل

بیا درستي نړۍ د اسلام زور او قوت ولیدو
کله د جهاد اوبو یو پاک لګن کې وخندل

هغو چې دوزخ یادو خدای ورباندې ولیدو
ډیرو بې ضمیرو اوس په خپل چاه کن کې وخندل

زیری مې درباندې تورو خاورو کې تورزن اشنا
ستا ارمان پوره شو اوس یتیم ګلشن کې وخندل

وار د هند غزا دی زلمو ملا مو ورته وتړي
بیا مجاهدینو به یو ځای چمن کې وخندل

نن مو امام ورین تندی دعاء کوله ډیر خوښ وو
ما شاهین حمزه ورته د ګل په تن کې وخندل

~ شاهین حمزه
#آفغان_ځلانده_ستوري
01.02.202512:09
له سنګر ستړې ستومانه په خیر راغلي
ستړی مه شې طالب جانه په خیر راغلي

ددې ښار خواږه هر څه درنه لوګۍ شه
کلیواله زما جانانه په خیر راغلي

چا کوتمۍ چا غاړګۍ درته پلورلې
آه د چا دزړه ارمانه په خیر راغلې

ستا دسختو برکت وو وطن خپل شو
تر فاتح افغانستانه په خیر راغلي

تا د ډیرو میندو هېلې پوره کړې
د ملت دزړه درمانه په خیر راغلې

دزخمونو ټپ دې اوس هم تازه ښکارې
زوریدلیه لا لهانه په خیر راغلې

د ارمان هېلې مومړې وې تا تازه کړې
دبلال د غږ اذانه په خیر راغلې

له عمره تر دې دمه ستړۍ ستړۍ
د ننګونو نوم.نشانه په خیر راغلې

د حاجی ناصر د زړه ټوټه یې ګرانه
مجاهده قدر دانه په خیر راغلې

حاجی ناصر
#آفغان_ځلانده_ستوري
Shown 1 - 5 of 5
Log in to unlock more functionality.