Мир сегодня с "Юрий Подоляка"
Мир сегодня с "Юрий Подоляка"
Николаевский Ванёк
Николаевский Ванёк
Инсайдер UA
Инсайдер UA
Мир сегодня с "Юрий Подоляка"
Мир сегодня с "Юрий Подоляка"
Николаевский Ванёк
Николаевский Ванёк
Инсайдер UA
Инсайдер UA
غزلیز مازیګر د طاهری سره🌄 avatar

غزلیز مازیګر د طاهری سره🌄

خوږو مینوالو ربﷻ دې وکړي چې روغ او جوړ اوسئ
دلته به تاسو ته وخت په وخت تازه ویل شوي او لیکل
شوي اشعار نشریږي
ملتیا مو وکړئ
ستاسو ورور: شاعر ابوسفیان محمدطیب طاهری
زمونږ د ټلګرام شخصي نمبر: 0764099505
ملکرو لینک نشر کړئ👇
https://t.me/tahiri_janan
TGlist rating
0
0
TypePublic
Verification
Not verified
Trust
Not trusted
Location
LanguageOther
Channel creation dateDec 12, 2023
Added to TGlist
Dec 29, 2024
Linked chat

Records

16.05.202523:59
7.7KSubscribers
08.02.202523:59
4200Citation index
04.03.202502:30
1.2KAverage views per post
30.04.202500:54
226Average views per ad post
11.03.202505:41
100.00%ER
04.03.202502:30
16.22%ERR
Subscribers
Citation index
Avg views per post
Avg views per ad post
ER
ERR
FEB '25MAR '25APR '25MAY '25

Popular posts غزلیز مازیګر د طاهری سره🌄

30.04.202500:42
وروره ما اوس لیست نشر کړو
دا څه کوې
لبیت مه نشروه زما د لیست وخت دی
23.04.202518:53
غُربته تا رانه مُسکا او تا خندا وړې ده
غُربته تا کړم بې وفا چې تا وفا وړې ده

زه د غرمو لمر یم وهلی ځکه زه بدرنګ یم
د غریبۍ ژونده تا ما څخه ښُکلا وړې ده

زه د یارانو د سیالۍ نه یم کمزوری یمه
ځکه زما څخه یارانو ملګرتیا وړې ده

چې مال دولت نلرم څنګه زه سخا به کوم
آی بې وسې تا کړم بخیل او تا سخا وړې ده

نن سبا زړونه عجیبه دي په پیسو خپلیږي
له ما نه ډیرو زړونو کډه ډیر جُدا وړې ده

یوازې ناست یمه سوچونه او خیالونه کوم
چا د شړۍ سره ژوندون او چا دنیا وړې ده

محمدطیبه د غریب سړي همدومره فرق دی
منزل مو یو مسیر مو یو لار یې جلا وړې ده
15.05.202518:55
منظور پتلون او د هغې ملګرو ته ډالۍ.

د منظور د سرې خولۍ کیسې به نکړې
په نعرو د خپلواکۍ کیسې به نکړې
د منظور مقصد پخپله باندې دا دی
آی پښتونه د سیالۍ کیسې به نکړې
غلامان د تور پنجاب نن پیدا شوي
د غلام د آزادۍ کیسې به نکړې
پښتانه به لا ذلیل تباه برباد وي
درته وایم قامولۍ کیسې به نکړې
یو مو دین یو مو اسلام یو مو قرآن دی
نشنلیانو د پارټۍ کیسې به نکړې
پښتانه به تور پنجاب کې ډیر زوریږي
واورئ دا د طرفګنۍ کیسې به نکړې
سټیج په سر باندې یې ښځې درولي
نن یې هم د بېغیرتۍ کیسې به نکړې
د بستر او له پالنک به لرې نشي
د منظور د قربانۍ کیسې به نکړې
پي ټي آیې د کاروان مشر خبیث دی
دې خبیث د مشرۍ کیسې به نکړې
تر قیامته مخالف د سرې خولۍ یم
سرې خولۍ د ورورولۍ کیسې به نکړې
منظوریان به تل زه بد بد یادومه
د طیب د خاموشۍ کیسې به نکړې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعر : م محمد طیب طاهري

1404 / 2 / 26 / پنجشبه
13.05.202508:46
ساده ترنم راسره واورئ !

انقلابي او حماسي وطنه
افغانستانه جهادي وطنه

ترنم/ عاجز ملنګ
کلام/ م محمد طیب طاهري
16.05.202519:15
وخت به راځـي زه د هر چـا نه به پوښتنه کوم
چا چې مې حق خوړلی زه به یې غوښتنه کوم

آی بـې وفا تـا په زړګي بـاندې دردونه راکړل
بــــل وفـــــادار لټــــوم زړه ته درملنه کوم

غُربته ستا له وجې دا زمونږ ګرآن کلی پریږدم
کلـي ته نه راځــم نــور دا درســره ژمنه کوم

داسـې دې هیر کـړم لکـه تا چې پیژندلم به نه
زمــا زړګی یـې ستا پوښتنه لــه هــر تنه کوم

د بـې وسۍ ژونـدونه تیرې به شـي دغه ورځې
نــن که مـــزل پــه ګرنګــو او لار ازغنه کوم

ژونده دردونه دې راکړي هیڅ خوشحاله نه وم
مـرګ ته لبیـک وایـم زه مـرک څخه مننه کوم

محمد طیب طاهـري دومره ګیلې زړه کې لرم
ژونـد خـو لا څه کوې ګیلې مـې له کفنه کومه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعر : مولوي محمد طیب طاهري

1404 / 2 / 26 / پنجشنیه
07.05.202518:42
تعلیم کومه زه تعلیم پسې هر خوا ته ځمه
د جهالت تورو تیارو څخه رڼا ته ځمه

مکتب پوهنتون کې کوم زده کړې دغه لاره زما
زه مدرسې په لور روان دې رهنما ته ځمه

په دې تعلیم سره زمونږه زنده ګي رنګینه
د ژوند ښائست د ژوند رنګونو او ښُکلا ته ځمه

ځان له روښانه او راحته مستقبل جوړوم
طلب د علم پسې ځکه زه هر چا ته ځمه

د تیارو غیږه څیرې کړې د سهار ستوري ده
د سهار ستوری مې دی مل او روڼ سبا ته ځمه

تجربه کاره او پوهان دا ملغلرې ساتي
دې ملغلرو پسې زه معلم مولا ته ځمه

محمد طیب طاهري علم پسې ګرځم مُدام
د علم زده کړې پسې زه ښار او صحرا ته ځمه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعر : مولوي محمد طیب طاهري

1404 / 2 / 18 / چهارشنبه
11.05.202515:30
د جمهوریت د لنډغرو درته څه ووایم
دې فسادي نظام وګړو درته څه ووایم

چې د اسلام په احکاماتو باندې لوبې کوي
زه د ګمراه سرکش لښکرو درته څه ووایم

زناکارانو او د غلو نه پارلمان یې جوړ وو
د پارلمان د خیانتګرو درته څه ووایم

حُکمرانان یې شرابیان او مفسدین خلک وو
زمونږ د وینو سوداګرو درته څه ووایم

په مدرسو او جوماتونو بمبارونه یې کړل
د دې وحشیانو ترهګرو درته څه ووایم

په کور به راغلل زنانه یې بې عفته به کړې
د اشغالګرو یرغلګرو درته څه ووایم

محمدطیبه شُکر شُکر جمهوریت ړنګ شوی
د جمهوري نظام عسکرو درته څه ووایم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعر : مولوي محمد طیب طاهري

1404 / 2 / 22 / یکشنبه
05.05.202519:01
زمونږ ملنګه زنده ګي ده غریب خلک یُو
خو زمونږ مینه له زړګي ده غریب خلک یُو

زمونږ د جونګړو دروازې دي پراخې ډیرې
میلمه زمونږه خوشحالي ده غریب خلک یُو

مونږ د شړۍ او د څادر خاوندان یادیږو
زمونږه خوښه ملنګي ده غریب خلک یُو

که جیب غریب لرو زړګی بیا مالداره لرو
دا خو زمونږه نیکمرغي ده غریب خلک یُو

مینه اُلفت او محبت دا رواج دی دلته
هر چا سره مو ورورولي ده غریب خلک یُو

چا ته زړګی ورکوو چا څخه بیا زړه اخلو
د زړونو راج سوداګري ده غریب خلک یُو

هر مازیګر کې د طیب طاهري څنګ ته کینم
جوړ یو محفل او شاعري ده غریب خلک یُو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعر : مولوي محمد طیب طاهري

1404 / 2 / 16 / دوشنبه
12.05.202501:55
خلک له ژوند ځخه خوندونه اخلي
زما قسمت ما ته غمونه اخلي

بیابان مُدام وي انتظار باران ته
بیابان باران سره رنګونه اخلي

الله دې هر سړی غُربت نه ساتي
غُربت یاران او مجلسونه اخلي

د نفرتونو څخه جوړ بازار دی
نفرت شیندي محبتونه اخلي

زمونږ په کلي هغه رواج دی
د زړه بدل کې خلک زړونه اخلي

د پسرلي سره رنکونه راځي
کلی ګودر تازه ګلونه اخلي

کتاب یې لاس کې لټوي دا پاڼې
محمد طیبه ستا شعرونه اخلي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعر : مولوي محمد طیب طاهري

1404 / 2 / 22 / یکشنبه
09.05.202500:14
ربه کامیاب یې کړې هر حال میئن په دین دي
وه قربان یې شمه د ټي ټي پي مجاهدین دي

په سنګرونو کې اوسیږي
ستا ورضا لره جنګیږي
دا ستـــا د مینــې میئنان او محبیـن دي

له کوره لرې مسافر دي
دا ستا په لار کې مهاجر دي
دا نازولي دنګ زلمي ډیر زیات نازبین دي

ستا د لِقا دي ډیر زیات تږي
ستا د رضا دي ډیر زیات وږي
اسلام لپـاره دوي جنګیــږي صالحیـن دي

ورځي ورځي په تشکیلونو
په سختو سختو ګړنګونو
له چا نه ډار نکړي روان دیر په تسکین دي

اجیر عسکر ترینه په ډار دي
خپلو پوستو کې په چغار دي
هم په لړزان کې ترې د وخت منافقین دي

د اسلام شمعې پتنګان دي
دا د اسلام دین اتلان دي
محمد طیب طاهري دا زلمي حسین دي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعر : مولوي محمد طیب طاهري

1404 / 2 / 19 / پنجشنبه
27.04.202518:49
زما سرداره نبي
د زړه قراره نبي
تا سره مینه لرم
آی حسنداره نبي

ته رهنما دنیا ته
ته یې رڼا دنیا ته
ډیر متاثره شولو
ستا له وِقاره نبي

د انبیاؤ امام
د صلحاؤ امام
دا ستا مقام ته سلام
ته یې تاجداره نبي

ته اولین رسول یې
ته اخرین رسول یې
زه اُمتي دې یمه
زمونږ سالاره نبي

ځمکه آسمان حیرانه
هغه زمان حیرانه
کله مبعوث چې شولې
دا ستا لپاره نبي

ته هاشمي یادیږې
هم عربي یادیږي
ستا د نوم ذکر کوم
په څو څو واره نبي

تا یو کلام راوړی
تا ستر پیغام راوړی
مینه اُلفت وشیندئ
په هره لاره نبي

زه درودونه وایم
هم سلامونه وایم
ستا نوم په زړه لیکمه
زما نیګاره نبي

ستا اُمتي یمه زه
خیر که عاصي یمه زه
په تا مې زړه ډاډه دی
زمونږ افتخاره نبي

محمدطیب طاهري
د شفاعت آرماني
ستا شفاعت غواړمه
په هر سحاره نبي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعر : مولوي محمد طیب طاهري

1404 / 2 / 8 / یکشبه
30.04.202500:43
دا وطن زما وجود او زما ځان دی
دا هیواد زمونږه ګران افغانستان دی

دا هیواد لري تاریخ د څو پیړیو
ډیر ځلانده یې تاریخ په هر زمان دی

هر سهار یې د سپرلي پشانته ښکاري
په ګلانو پوښل شوی هر مکان دی

د جهان سره به سیال شي په تعلیم کې
مکتبونو مدرسو باندې ودان دی

ډیر روزلي یې زلمي د جنګ میدان ته
دا مسکن د ابدالي او میرویس خان دی

څوارلسمه صدۍ دا تاریخ نن لیکي
هر وګړی دې هیواد کې مسلمان دی

هره دښته به خړوبه کړم په وینو
د طیّب طاهري دا وطن جانان دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعر : مولوي محمد طیب طاهري

1404 / 2 / 10 / سه شنبه
12.05.202500:16
زه ښه پوهیږمه ځوانۍ پسې آرمان به راځي
په دې اُمید یم زما ځنګ ته په قربان به راځي

نن یې یو بل چا ته د زړه په کور کې ځای ورکړی
وخت به راځي ما ته سر ټیټی مې جانان به راځي

زړه مې راډک شي بې وفا کله چې ته رایاد شې
دغه مې حال دی اوښکې ځکه تر گریوان به راځي

زما د اوښکو قدر تا ته هیڅ معلوم خو ندی
تل به افسوس راځي او ما ته تل خفګان به راځي

زه بې وسۍ او مجبورۍ ته مې نظر چې کوم
داسې رنک زیړ او په بدن زما لړزان به راځي

خلک مزې کوې د ژوند څخه خوندونه اخلي
زه هم اُمید لرم په ما هم دا زمان به راځي

محمد طیب طاهري تا پسې ځواني اِیره کړه
زه فکر نکړم که احساس په دې انسان به راځي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعر : مولوي محمد طیب طاهري

1404 / 2 / 22 / یکشنبه
09.05.202513:28
زړه ته درمان زړه ته تسل لټوم
تکل مې کړی خپل منزل لټوم

مار ته نستوڼي کې ځای مه ورکوه
کتاب کې ګورم دا متل لټوم

غُربته ستا له وجې کله کله
دومره زه تنګ شم چې اجل لټوم

ژوند چې په سختو مرحلو کې کوم
زه د اسلافو د خپو پَل لټوم

هغې ملګري مې فائده ونکړه
دا ځل ملګری زه بدل لټوم

زه چې د خلکو په زړه راج کومه
د محبت زړګی هر ځل لټوم

چې د زړګي مینه پرې ماته کړمه
محمد طیبه ستا غزل لټوم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شاعر : مولوي محمد طیب طاهري

1404 / 2 / 20 / جمعة المبارکة
Log in to unlock more functionality.