د حضرت عمر بن الخطاب (رض) فراست او پوهه د رښتیني دین پېژندنې په اړه!
حضرت عمر بن الخطاب (رض) یو ځل د ناستو خلکو څخه د کوم سړي په هکله پوښتنه وکړه، چې څوک یې پېژني؟
یو سړي ورته وویل: "زه یې پېژنم، ای امیرالمؤمنین!
حضرت عمر (رض) پوښتنه وکړه:
"کيداي شي ته یې ګاونډی یې، ځکه ګاونډیان د یو بل د اخلاقو تر ټولو ښه پوهېږي؟"
سړي وویل: "نه."
حضرت عمر (رض) بیا وپوښتل:
"شاید تا ورسره سفر کړی وي، ځکه چې سفر د خلکو د اصلي طبیعت ښکاره کوي؟"
سړي وویل: "نه."
حضرت عمر (رض) وویل:
"شاید تاسو ورسره تجارت کړی وي، ځکه چې دینار او درهم د خلکو رښتینی اخلاق ښکاره کوي؟
سړي وویل: "نه."
حضرت عمر (رض) بیا وپوښتل:
"شاید تا هغه یوازې په جومات کې لیدلی یې، چې د لمونځ پر مهال سر ښکته پورته کوي؟
سړي وویل: "هو!"
حضرت عمر (رض) ورته وویل:
"نو ته هغه نه پېژنې! په خپل ځاي کښېنه!
قدرمنو او محترمو ورونو: حضرت عمر بن الخطاب (رض) پوهېده چې:
ډير خلک داسې شته چې جومات ته لاړ شي لمونځ وکړي راوتلو وخت کي دين هماغه ځاي کي هير کړی خپل بوټونه په پښو کړي او دنیا ته راووځي، چیرې چې بيا د خلکو مالونه هم خوري او د نورو عزتونه هم لټوي، دوکي هم کوي او درواغ هم وايي.
د ډيررو اوږدو ږېرو تر شا ډير غله هم پټ شوي وي لکه څنګه چې تقوا داره خلک شته، همداسې دوکه ماران هم ورکي شته!
توره چادري هر وخت د پاکې او باعزته ښځې نښه نه وي!
مسواک، چې د سنتو برخه ده، کله ناکله د خلکو د غیبت لپاره د غاښونو تېره کولو لپاره هم استعماليږي!
لمونځونه یوازې نمايشي حرکتونه نه دی؛ دا باید د انسان عمل، سلوک، او اخلاقو کې تغیر راولي!
حج یوازې یو رسمي سفر نه دی؛ که یو څوک بد اخلاقي کوي، دوکه کوي، او بیا حج ته ځي بيا نو دا یوازې د یو دروغجن ټولنیز پوښ دی!
دین باید په اخلاقو کې ښکاره شي!
دین که په عمل کې ښکاره نشي نو یوازې خالي خبرې دي.
اندونیزیا ، ماليزيا او خواوشا سيمي د مجاهدينو له لوري نه، بلکې د مسلمان سوداګرو د اخلاقو، صداقت، او امانتدارۍ فتحه کړي
هغه ايمانونه چې دوکي کوي، له ښکاره کفر څخه هم خطرناک دی ځکه چې منافقت د اسلام ستر دښمن دی!
که د یو متدین تاجر او غیر متدین تاجر ترمنځ توپیر نه وي، نو د دين فایده څه ده؟
که د یو متدین خاوند او غیر متدین خاوند ترمنځ ښځه کوم فرق ونه ویني، نو د دين ارزښت څه دی؟
که یو پرهیز ګاره ځوي او غیر پرهیز ګار ځوي د مور و پلار سره یو شان چلند وکري نو دین بيا څه معنی لري؟
دین خو یوازې ظاهري بڼه نه ده!
دا خو بيا لوي مصیبت دی، که زموږ د حج لاسته راوړنه یوازې خرما، د زمزم اوبه، او يو څو دعاګانې وي!
بيا خو لوي مصیبت دی، که زموږ د روژې نتیجه یوازې قابلي، غوښي او مختلف شربتونه وي !
بيا خو لوي مصیبت دی، که زموږ لمونځ یوازې یو فزیکي ورزش شي، چې یوازې عضلات او بندونه تقویه کړي، خو زړونه بدل نه کړي! دا مهمه ده چې باطن سره ظاهراً هم بايد وساتل شي ليکن دا هم هيره نه کړي چې اسلام د شپونکي توب څخه پيغمبران د امت مشران کړل، دا یې د دوی جامو ته تغیر ورنه کړ، بلکې د دوی سیرت (اخلاق، اخلاق، اخلاق!) یې بدل کړل.
لکه څرنګه چی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: چې زه ليږلي شوي يم تر څو په تاسو کي د اخلاقو بهترين او اعلي ترين ورژن ترويج کړم
د ظاهري بڼې څخه باطني ارزښت ډير لري.
تاسو ته معلومه ده چې ابوجهل هماغه شان چپنه او عمامه اغوستې وه، چې ابوبکر صدیق (رض) لرله
امیه بن خلف هم دومره اوږده ږیره لرله، لکه عبدالله بن مسعود (رض) لرله
عتبه هماغه ډول توره درلوده، چې خالد بن ولید (رض) لرله
اشکال یو شان وو، خو زړونه، نیتونه، او اعمال یې بېل وو!
اسلام غواړي چې د خدای عبادت یوازې د جومات تر دیوالونو محدود نه وي، بلکې په بازار، کور، دفتر، او ټولنه کې هم ښکاره شي!
عبادت یواځې لمونځ نه دی، بلکې هر قول او فعل چې الله ته محبوب وي، د حقیقي اسلام برخه ده!
لیکوال:فرهاد ریحان
د تلگرام لینک
@RaiHanWardak