Мир сегодня с "Юрий Подоляка"
Мир сегодня с "Юрий Подоляка"
Труха⚡️Україна
Труха⚡️Україна
Николаевский Ванёк
Николаевский Ванёк
Труха⚡️Україна
Труха⚡️Україна
Николаевский Ванёк
Николаевский Ванёк
Лёха в Short’ах Long’ует
Лёха в Short’ах Long’ует
《جنســـــــي او طـــــبي معلـــــومات》 avatar
《جنســـــــي او طـــــبي معلـــــومات》
《جنســـــــي او طـــــبي معلـــــومات》 avatar
《جنســـــــي او طـــــبي معلـــــومات》
Перыяд
Колькасць праглядаў

Цытаванні

Пасты
Схаваць рэпосты
08.03.202519:41
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
دوستانو ایا خوشه موده چی تر اختره پوری نشرات بند کړو
خپل نظر مولاندی راسره شریک کړی مننه👇
هو 👍

نه😜


*صرف په روژه کي تلاوت مه کوه*،
*صرف په روژه کي نيک انسان مه اوسه*،
*صرف په روژه کي سندري اوريدل مه بندوه*،
*بلکي دا ښه اوسیدل مو په ذات کي پيدا کړي*،
*الله ستاسو عبادت او ښه والي ته هيڅ اړتيا نلري*
*هغه موږ يوو چي تل الله ته اړتيا لرو!*
*د الله راضي کول به مو ژوند روښانه کړی هم به په دي نړۍ کي عزت در کړي هم هغه نړۍکي*..!

#حقيارصاب
  (186)
#مــثـبـت_فــکـر

🤍ﷲ ❤️ 𝗜 𝗟♡𝗩𝗘 𝗬♡𝗨
ݜـیـرڪـول یـے صـدقـه ڄـاریـه ده👆

👇    
♥️         ♻️ㅤ      📩        📤
ˡᶦᵏᵉ      ᶠᵒˡˡᵒʷ       ˢᵃᵛᵉ      ˢʰᵃʳᵉ
04.03.202500:13
27.02.202513:00
25.02.202512:40
پر جنسي اړيکو د (ځان ارضا کولو) اغېزې او درملنه يې

جلق وهل هغه عمل دی چې نارینه یا مېرمن په خپله د ځان خلاصولو هڅه وکړي.
له جنسي اړیکو سره يې توپير په دې کې دی چې په جنسي اړیکه کې انسان عملاً له خپل مخالف لوري سره اړیکه ټینګوي او په سمه توګه خلاصېږي، خو په جلق کې یوازې د حواسو په وسیله سړی ارضا کېږي او هر څه په تناسلي الې پورې محدودېږي چې دا مجازي ډول دی.
په حقیقي جنسي اړیکه کې د بدن ټول غړي همغږي وي او ټول پنځه ګوني حواس یو ځاي کار کوي او اړتیا نه شته چې په خپل ذهن کې یو خیالي جنسي چاپېریال رامنځته کړو.
په دې مانا، کله چې په طبیعي توګه یو کس شهواني کېږي او په نتېجه کې خبره تر انزاله پورې رسېږي د بدن پنځه ګوني حواس سره په ګډه کار کوي چې دغه حالت رامنځته شي، خو په استمنا کې یوازې د تناسلي الې حسي برخه فعاله وي او په دې ډول پر مازغو ډېر فشار راځي.
تر هغه چې شهواني چاپېریال برابر او انزال ترسره شي، په جلق یا استمنا کې د بدن نور غړي لکه سترګې، غوږونه او حتی د ذایقې حواس فعالیت نه کوي.
کله چې دغه فشار پر مازغو راځي، طبعاً یوه ستونزه پيدا کوي او انسان له روحي پلوه له سخت فشار سره مخامخ وي.
دغه راز کله چې سړی پرې روږدی شي، نو له حده زیات دغه کار کوي چې ډېره انرژي ورسره ضایع کېږي او تناسلي اله هم ورباندې له کاره لوېدلای شي.
د جلق تاوانونه
د دغه ناخوښ او پلیت عمل په پایلو کې د حافظې کمزورتیا، د اشتها خرابي، د هضمولو ستونزې، سالنډي، خلق تنګي، حسد او کینه، مالیخولیا، د وینې کمی، انزوا او ګوشه ګېري، د وېښتانو تويېدل، د سترګو کمزورتیا، ضعیفي، د ملا دردونه، په تعادل کې ستونزه او ډېرې نورې ناخوالې یادولای شو.
دغه چاره په ډېرو ټولنو کې دود ده، خو په هغو ټولنو کې چې ځوانان سپورټ او مطالعې ته هڅول کېږي او دغه زمینه ورته برابره وي، جلق وهل یا استنما هم کمه ده، خو زموږ په شان ټولنې چې یوازې انحراف او فساد پکې دودېږي او حکومت د ځوانانو د سالمې روزنې لپاره هیڅ پروګرام نه لري، طبیعي خبره ده چې دغسې انحرافونه ډېر زیات دي.
د اسلام په سپېڅلي دین کې استنما یا جلق حرام دی او کبیره ګناه بلل شوې ده. له نورو تاوانونو يې که ورتېر شو، کله چې دا لویه ګناه ده باید له دغه پلیت عادته ځان وساتئ.
بل تاوان یې تر وخت مخکې انزال دی. هغه کسان چې په دې پلیت عادت روږدي دي، په تر وخت مخکې انزال اخته کېږي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ هدف يوازی ستاسو  پوهاوي ده له مونږ سره پاتي سي 

لايک کوي 🥰
#جنســـــــي_اوطـــــبي_معلـــــومات
https://t.me/Dr_GeensyMalomat
👇 
♥️         ♻️ㅤ      📩        📤
ˡᶦᵏᵉ      ᶠᵒˡˡᵒʷ       ˢᵃᵛᵉ      ˢʰᵃʳᵉ
08.03.202508:19
لینک کانال  رایگان ما را با دوستان عزیز خود نیز شریک سازید تا همگی مستفید شود.
تشکر از شما❤️. 👇👇👇👇

https://t.me/Nerkhy_S_Sh_kabul
https://t.me/Nerkhy_S_Sh_kabul

لينک مو له نږدي ملګرو سره شريک کړي ترسو هغوي هم تري ګټه واخلي مننه
04.03.202501:01
....
04.03.202500:12
ښځه او میړه مچکه اخیستل یا ښکلولو ګټې؛:


ښکلول هغه هنر دی چې نیغ په نېغه د مینې لامل کیږي.
همدا لامل و او دی چې ډیری یې له یو بل سره مینه لرو.
یو بل ښکلول د احساساتو په هڅولو کې مهم رول لوبوي، د نارینه او ښځینه دواړو لپاره.

ښکلول د نږدېوالي او موروالی لپاره لاره هواروي.
ښکلول د سړي او میرمنې ترمینځ د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبوي.

ښکلول د نیږدې کیدو وړاندیز دی.
ښکلول د مینې او رومینس احساس لوړوي او اړیکې ته ساتیري او مینه زیاتوي.
یو نارینه باید د میرمنې په اړه درست پوه شي، او د ښکلولو پر وخت د هغې بدن تحرک درک کړي، کوم چې د هغې بدن د نارینه له بدن څخه ډیر احساساتي دی.

همدارنګه دواړه اړخه باید پوه شي چې ښکلول یو له هغو شیانو څخه دی چې د دوی ترمنځ ګډ ژوند، مینه،خوښي،شهوت او رومینس زیاتوي، او برعکس غمونه، ستونزې، ټینشن،کورنۍ ګډوډي او ډیپریشن ته د پای ټکی ږدي.
مینه وکړئ،یو بل ښکل کړئ،مینه خپره کړئ او دا نړۍ په مینه رنګینه کړئ


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ هدف يوازی ستاسو  پوهاوي ده له مونږ سره پاتي سي 

#لايک_کوي_دوستانو 🥰
#جنســـــــي_اوطـــــبي_معلـــــومات
https://t.me/Dr_GeensyMalomat
👇 
♥️         ♻️ㅤ      📩        📤
ˡᶦᵏᵉ      ᶠᵒˡˡᵒʷ       ˢᵃᵛᵉ      ˢʰᵃʳᵉ
27.02.202504:17
د شهوت کنټرول یا د جنسي ارمانونو مدیریت یوه مهمه مهارت ده چې کیدای شي ستاسو د فزیکي، رواني او ټولنیز ژوند په کیفیت باندې مثبت اثرات ولري. دلته ځینې لارې چارې چې مرسته کولی شي:

ذهنی تمرکز: که چېرې تاسو د شهوت د زیادې احساس تجربه کوئ، نو هڅه وکړئ خپل ذهن په نورو کارونو باندې وټاکئ. مثلاً، مطالعه، سپورت، یا هنر ته پام واړول.

د فزیکي فعالیتونو زیاتول: منظم ورزش کول کولی شي ستاسو د بدن انرژي په مثبت لاره مصرف کړي او د شهوت احساسات کم کړي.

د ګناه څخه ځان ساتل: که چېرې تاسو په هغه حالاتو کې یاست چې شهوت یې ډیر تحریکوي (لکه خاص ځایونه، خلک، یا شرایط)، نو هڅه وکړئ ځان ترې لرې وساتئ.

مراقبت او عبادت: د روحاني پرمختګ لپاره دعا، ذکر او عبادت کولی شي ذهن او بدن ته سکون ورکړي او د ارادي کنټرول لپاره ځواک ورکوي.

د خوړو او خوب عادات: د بدن ښه روغتیا لپاره د خوړو متوازن رژیم او کافي خوب ډیر مهم دي. کله چې بدن ښه حالت کې وي، د شهوت کچه هم متوازن کیږي.

د خپلو احساساتو په اړه پوهه: کله چې تاسو پوهیږئ چې کوم احساسات د شهوت تحریکوي، نو تاسو کولای شئ هغوی مدیریت کړئ. دې ته رواني درک او پوره پوهه اړینه ده.

د نورو سره مشوره: که تاسو ځان په دې حالت کې ومومئ چې له شهوت سره د مقابلو لپاره کافي کنټرول نه لرئ، نو د یو متخصص یا روانشناس سره مشوره وکړئ.

د شهوت کنټرول یوه پراخه موضوع ده او ممکن وخت او هڅه ونیسي، خو دا مهارت ترلاسه کول ستاسو په ژوند کې ډیرې مثبتې پایلې راوستلی شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ هدف يوازی ستاسو  پوهاوي ده له مونږ سره پاتي سي 

لايک کوي 🥰
#جنســـــــي_اوطـــــبي_معلـــــومات
https://t.me/Dr_GeensyMalomat
👇 
♥️         ♻️ㅤ      📩        📤
ˡᶦᵏᵉ      ᶠᵒˡˡᵒʷ       ˢᵃᵛᵉ      ˢʰᵃʳᵉ
25.02.202510:21
د لوبیا  ډيرې جالبې او حيرانونکي ګټې ؟!
د ملا او ګردو درد کموي او د حاملګۍ پر وخت یې خوړل، اولاد عقل مند کوي.

لوبیا یو له هغه خوړو دي چې د ډېرو خلکو خوښیږي. لوبیا په لمړي ځل په ۱۵۳۳ کال کې د مکسیکو په هیواد کې پیدا شول او د «ایاکوک» په نوم ونومول شول، چې وروسته اروپا او بیا د نړۍ ټولو برخو ته ورسیدل.

لوبیا هم ډیر خلک په مختلفو نومونو پیژني، څوک ورته لټري، څوک ورته باقلي وايي، څوک کرمې او په انګلیسي کې ورته Bean وايي. پدې لیکنه کې موږ در سره د لوبیا په اړه ځینې ګټور معلومات شریکوو.

طب پوهان وایي لوبیا د ۲۲ سلنه پروتین سربیره په خپل ترکیب کې ۶۲ سلنه د کاربوهایدرایت نشایسته قند او ۲ سلنه کلسیم هم له ځانه سره لري.

روغتیا پوهان وایي؛ په ورځ کې د لوبیا یو ګیلاس اوبه څښل د معدې ناروغي مخنیوی کوي، همدارنکه له لوبیا سره د زیتون او د لیمو اوبو ستفاده کول ګټې لا ډېره وي.

سره لوبیا د طب له نظره ډېره ګرمه او د سپینې لوبیا نه ګټوره ده.

لوبیا ددغو ناروغیو لپاره ګټه لري:
– بدن قوي، د ملا او ګردو درد ښه کیدو کې مرسته کوي.
– بندې متیازې یا ادار او حیض جاري کوي.
ـ د حمل یا امیدوارۍ په وخت کی زیاته لوبیا خوړل اولاد عقل مند راولي.
– رګونه نرموي.
– بې ګټې اوبه له بدن نه لرې کوي.
– زړه قوي کوي، همداراز د زړه ناروغۍ لپاره ګټور خواړه دي.
– د وینې کلسټرول ټیټه وي.
– د سرطان ضد خواص لري.
– که د پوستکي په زخمونو د لوبیا وړه، کیښودل شي، جلدي ټپونه ژر ښه کوي..


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ هدف يوازی ستاسو  پوهاوي ده له مونږ سره پاتي سي 

لايک کوي 🥰
#جنســـــــي_اوطـــــبي_معلـــــومات
https://t.me/Dr_GeensyMalomat
👇 
♥️         ♻️ㅤ      📩        📤
ˡᶦᵏᵉ      ᶠᵒˡˡᵒʷ       ˢᵃᵛᵉ      ˢʰᵃʳᵉ
23.02.202516:45
په لاس د ځان انزال یا استمنا ضررونه د بدني او رواني حالتونو پورې تړاو لري .
په دې اړه لاندې لیکنه مطالعه کئ :

بدني ضررونه :

1. ژر انزال : که ډېر وخت تکرار شي ، د کمزورۍ احساس ، د ملا درد ، یا د بدن او کوروالی انرژۍ کموالی رامنځته کولی شي.

2. د حساسیت کمېدل : د جنسي غړي حساسیت د وخت په تېرېدو کمېدل ، چې په راتلونکي کې د جنسي اړیکې خوند اغېزمنوي .

3. د پوستکي ټپونه : که په ناسمه یا سخت طریقه مطلب آلی ته فشار ډیر ورکړل شي پوستکي او آلی  ته زیان رسېدلای شي ، آله سستېږي .

رواني ضررونه :

1. رواني فشار او ګناه احساس : ډېری خلک د دې عمل وروسته ګناه او ځان ملامت احساسوي  چې دا د رواني فشار لامل کېږي .

2. اعتیاد : که په عادت بدل شي ، ورځینی ژوند تحصیل یا کار اغېزمنوي .

3. یوازیتوب : د ټولنیزو اړېکو کمښت یا د ځانته ګوښه والي لامل کېږي .

څنګه ترې ځان وساتو :

1. مصروفیت پیدا کړئ : په سپورټونو ، مطالعې  یا کوم بل مثبت فعالیت ځان بوخت کړئ .

2. روژه نیول : د دیني لارښوونو له مخې روژه نیول د شهواني غوښتنو په کنټرول کې مرسته کوي .

3. دوستان بدل کړئ : که ستاسو ملګري داسې خبرې کوي چې تاسو دې ته هڅوي  له هغوی لرې اوسئ .

4. د جنسي فلمونو یا تصویرونو څخه ډډه وکړئ : دې ډول موادو ته کتل شهواني غوښتنې زیاتوي .

5. دیني او اخلاقي زده کړې : د خپل دیني او اخلاقي ارزښتونو په اړه پوهېدنه مرسته کوي چې له دې عمل ځان وساتئ.


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ هدف يوازی ستاسو  پوهاوي ده له مونږ سره پاتي سي 

لايک کوي 🥰
#جنســـــــي_اوطـــــبي_معلـــــومات
https://t.me/Dr_GeensyMalomat
👇 
♥️         ♻️ㅤ      📩        📤
ˡᶦᵏᵉ      ᶠᵒˡˡᵒʷ       ˢᵃᵛᵉ      ˢʰᵃʳᵉ
07.03.202500:16
04.03.202500:58
خوندور معلومات


① همیشه د الله تعالیﷻ  نه بخښنه غواړه .


② همیشه دالله تعالیﷻ څخه دخیر دعاء غواړه ځکه دعاء د نجات رسۍ ده .


③ یاد ساته چی ستا هره خبره ملائکه لیکی .


④ په الله تعالیﷻ خه ګمان کوه اګر که یو تندر ستا په سر ولاړ وی .


⑤ تسبیحات په خپلو ګوتو سره وایه .


⑥ کله چی درباندی غمونه او بی ځایه فکرونه راجمع شی نو : "لا إله إلا الله"وایه .


⑦ په خپلی صدقی سره د فقیر دعاء او د مسکین محبت حاصل کړه .


⑧ په عاجزۍ سره یو سجده الله تعالیﷻ ته د ټولی دنیا نه غوره وګڼه .


⑨ د هری خبری نه مخکی فکر کوه ځکه اکثر خبری قاتلې وی .


⑩ د مظلوم د ښیرو نه او د محروم د اوښکو نه ځان ساته .


⑪ د هر کتاب او اخبار دلوستلو نه مخکی دقرانکریم تلاوت کوه .


⑫ ځان د خپلی کورنۍ د استقامت سبب جوړ کړه .


⑬ خپل نفس سره د طاعت په کولو جهاد وکړه ، ځکه نفس انسان په بدۍ باندی امر کوی .


⑭ د مور او پلار خدمت کوه الله تعاليﷻ  به درنه راضي وی .


⑮ یاد ساته چی ستا زړی جامی فقراوو ته نوی دی .


⑯  ډیری غوصی مه کوه ، ځکه ژوند ډیر لنډ دی دهغی نه چی ته یی تصور کوی .


⑰ په هر حالت کی تانه الله تعالیﷻ خبر دی او ستا هر حالت مراقبه دی .


⑱ د دعاګانو دقبلیدو دروازه په ګناهونو سره مه بندوه .


⑲ لمونځ کول د ټولو نه بهتره وسیله ده چی سړی پری دګناهونو نه بچ شی .


⑳  په مسلمانانو بد ګمانونه مه کوه ،نو په راحت به وی .


21.   د هر غم او خفګان سبب دالله تعالی ﷻ څخه اعراض دی ،نو د الله تعالي دین ته مخ کړه .


22.  قبر کی تاته صرف نیک اعمال فائده درکوی .


23.  چی په کوم مجلس کی دی غیبت واوریده نو هغی سړی ته وایه دالله تعاليﷻ  نه ویریږه .


24.  سورة ملک همیشه تلاوت کوه دقبر د عذاب نه به خلاص یی.


25.  محروم هغه څوک دی چی لمونځ کی عاجزی نوی او سترګو کی اوښکی .*ږ


26.  مؤمنانو ته هیڅ قسم تکلیف مه ورکوه .-


27.  هر چا سره چی محبت یا بغض کوی نو د الله جل جلاله لپاره یی کوه


28.  څوک چی ستا غیبت کوی هغی ته معافی وکړه ،ځکه هغی تاته داسی نیکۍ وبخلی چی تا ندی کړی .


29 . لمونځ، تلاوت، ذکر داسی کوه چی د مسلمان زړه خوشحالوی .


30.  دجهنم اور همیشه یاد ساته نو دګناه نه به بچ یی تر څو چی شپه رڼا کیږی،

نو دردونه روغیږی او مشکلات به ټول ختمیږی، دانسان خوشحالی هم همیشه نوی او غم او مصیبت او مشکلات یی هم همیشه نه وی.


#لايک_کوي_دوستانو 🥰
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ هدف يوازی ستاسو  پوهاوي ده له مونږ سره پاتي سي 


#جنســـــــي_اوطـــــبي_معلـــــومات
https://t.me/Dr_GeensyMalomat
👇 
♥️         ♻️ㅤ      📩        📤
ˡᶦᵏᵉ      ᶠᵒˡˡᵒʷ       ˢᵃᵛᵉ      ˢʰᵃʳᵉ
وږی ماشوم دی؟
① د خولې وازول
② سر یوې او بلي خوا ته اړول
③ د ژبي رایستل او ننه ایستل
④ د ګوتو او موټو رودل یا څټل
⑤ وروستۍ نښه د ماشوم ژړا
نوټ: ماشوم ته مور باید د یوه تي څخه تر پایه شیدې ورکړئ ځکه چې د مور اول شیدې زیاته اندازه اوبه لري چې د ماشوم تنده ماتوي او اخیري شیدې ئې په زیاته اندازه غوړ لري چې د ماشوم لوږه د منځه وړي او ماشوم ته باید شیدې اقلاُ تر ۱۵ دقیقو پوري ورکړل شي .


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ هدف يوازی ستاسو  پوهاوي ده له مونږ سره پاتي سي 

لايک کوي 🥰
#جنســـــــي_اوطـــــبي_معلـــــومات
https://t.me/Dr_GeensyMalomat
👇 
♥️         ♻️ㅤ      📩        📤
ˡᶦᵏᵉ      ᶠᵒˡˡᵒʷ       ˢᵃᵛᵉ      ˢʰᵃʳᵉ
دا بوټی Phyllanthus niruri یا چړک بوټی دی، چې په پښتو کې ورته کولنجار، بټل بوټی یا د تیږو ماتونکی هم وایي.

ګټې:
👈. د پښتورګو روغتیا: د پښتورګو تیږې ماتوي او د ادرار سېستم ښه کوي.
👈. د ځیګر لپاره: د هېپتایت B او نورې ځیګرې ناروغۍ ښه کوي.
👈. د شکرې ضد: د وینې شکره تنظیموي.
👈. انټي بایوټیک خاصیت: د باکټریا، ویروسونو، او التهاباتو پر ضد مؤثر دی.
👈. د معافیت لوړول: د بدن دفاعي سیستم قوي کوي.
👈. د هاضمې ښه کول: د معدې درد، اسهال، او کولمو ستونزې کموي.

د استعمال طریقه:
چای: د دې بوټي وچې پاڼې او ساقه وچه کړئ، اوبو کې یې جوش کړئ، بیا یې وڅښئ.
پوډر: وچ شوی بوټی میده کړئ او د نیم چمچ اندازه یې د اوبو سره وڅښئ.
تازه بوټی: د پاڼو او ساقې جوس جوړ کړئ او ویې څښئ.
تېل: د دې بوټي له تخمونو څخه تېل هم استخراجېږي، چې د پوستکي او ویښتانو لپاره ګټور دي.


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ هدف يوازی ستاسو  پوهاوي ده له مونږ سره پاتي سي 

لايک کوي 🥰
#جنســـــــي_اوطـــــبي_معلـــــومات
https://t.me/Dr_GeensyMalomat
👇 
♥️         ♻️ㅤ      📩        📤
ˡᶦᵏᵉ      ᶠᵒˡˡᵒʷ       ˢᵃᵛᵉ      ˢʰᵃʳᵉ
24.02.202515:13
ډیری
ښځی دا خوښه وی چی توره تاریکه کی سکس وکړی ...
مګر نارینه داخوښه وی چی روښتایی ددی د ښځی د جسم ننداره هم کوی او کورالی هم کوی .
😉
23.02.202511:47
ایوبي روغتیایي معلومات چینل👇👇
@ayoubi_medical_information100
https://t.me/ayoubi_medical_information100
لينک مو له ملکرو سره شريک کړي مننه
05.03.202509:46
نن ستاسو فعالت❗️
یویو لایک وکاروی چی سمره فعال کسان راسره دی هیله اومننه
04.03.202500:28
﷽ـ
درود پر منجی عالم بشریت جناب حضرت םבםב مصطفی ﷺ.!❤
صلوا_علی_النبیﷺ ❤

   اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב 
وَعَلَى آلِ םבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد

    اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى םבםבٍ
وَعَلَى آلِ םבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد
✅لاندي چينل هم درسره جوين کړي ښه معلومات وړاندي کوي انشا الله پېښمان به نه سي هتمن يي يوځل وګوري  👇👇👇👇
https://t.me/+YH4dn4PlDVpiNWJl
23.02.202516:51
جنسي فلمونه؟

لیکنه هتمن درسه ولولی

د پورن یانې جنسي فلمونو ښځينه ادا کارو ته له نارینه کارکوونکو څخه لس چنده زیاتې پيسې ورکوي. وجه يې دا ده چې کوم کارونه په دغه فلمونو کې کېږي، اکثره يې ښځې ته درد ورکوونکي او د نفرت وړ دي، چې په عام ژوند کې د يو انسان په حیث هيڅکله ښځه دغه نه قبلوي اګر که مسلمانه هم نه وي. ایا د یو بشر په حیث به عامه ښځه دا قبوله کړي چې د فضله موادو له ځای څخه دې نارینه تناسلي اله راوباسي او ښځه دې په خوله کې واخلي؟!

په دغه فلمونو کې چې ښځه د لامحدوده خوند اخیستلو او نامتناهي پارېدنې اظهار کوي، فقط د پيسو په زور تمثیل کوي. په پورن فلمونو کې د ښځو او نارینه وو جنسي غړي ټول جعلي او مصنوعي دي چې د طبي دواګانو او عملیاتو په واسطه يې جوړ کړي وي. له دې څخه مې هدف دا دی چې ولې د بې واقعیته شیانو او د یو څو مسخه شوو انسانانو له وجې خپل خوږ او قیمتي ژوند هلاک کړو!!

په دې فلمونو کې د نارینه اداکار د کار کولو موده پنځه کاله ده؛ ځکه دوی د ټایمينګ یانې وخت زیاتوالي لپاره چې کومې طبي دواګانې استعمالوي، صحت يې ورته دومره هلاک کړی وي چې د پنځه کالو وروسته نه په دغه فلم کې کار کولای شي او نه هم په عام ژوند کې یوه جنسي اړیکه ترسره کولای شي.

په یادو فلمونو کې ښځه له جنسي اړیکې څخه بیخي خوند نه اخلي؛ یوه وجه يې دا ده چې د شاه له لوري د نارینه تناسلي الې داخلولو لپاره چې تر څو ښځه د درد احساس ونه کړي، د ښځې وروستۍ برخه يې د طبي سپریو په واسطه نشه کړي وي.

دا فقط يو څو جعلي کړنې يې ما وليکلې، که نه د جنسي فلمونو جعلي کارونه دومره ډېر دي چې شمار یې نشته. جنسي فلمونه فقط تجارت او سېنمايي دوکې دي، چې هیڅکله د یو نارینه او ښځې د معیاري او حقیقي جنسي اړیکې څخه نماینده ګي نه شي کولای.

د یادؤنې وړ ده چې په هرو (30) دقیقو کې یو جنسي فلم سېنما او انټرنټ ته وړاندې کېږي. په انټرنټ کې د هر قسم او هرې برخې ډېټا خوندي وي چې (%12) يې صرف دې ناوړه فلمونو نیولې، چې نسبتاً نورو برخو ته دا لوړه فیصدي ده.

په هره ثانیه کې (30000) خلک دا ناوړه فلمونه ګوري او په نړیواله کچه په یوه ورځ کې (86) میلیونه خلک دا فلمونه سرچ کوي.

ګوره ګرانه وروره او خورې!
د غرب  هدف ته يې چې تا ختم کړي. ویښ شه او سترګې وغړوه. که معتاد پرې نه يې د خدای ډېر، ډېر شکر وکاږه او که يې معتاد يې، نو دغه د یقیني بربادۍ او هلاکت له کېشتۍ څخه کښته شه او دا سفر دې په همدې ځای پای ته ورسوه. که د کتلو له ضررونو یې خبر شې، نو په خفګان کې به يې د سترګو څخه اوښکو په ځای وینې توی کړې. پرېښودل يې سخت نه دي، فقط قوي اراده غواړي.

له پرېښودو وروسته به يې صرف دا یو ارمان او پښېمانتیا کوې چې دا مې مخکې ولې نه پرېښودل.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ هدف يوازی ستاسو  پوهاوي ده له مونږ سره پاتي سي 

لايک کوي 🥰
#جنســـــــي_اوطـــــبي_معلـــــومات
https://t.me/Dr_GeensyMalomat
👇 
♥️         ♻️ㅤ      📩        📤
ˡᶦᵏᵉ      ᶠᵒˡˡᵒʷ       ˢᵃᵛᵉ      ˢʰᵃʳᵉ
23.02.202510:16
په اونۍ کې څو ځلې (جن + سي) اړیکه ترسره کول ښه او سالمه وي؟

(جن + سي) خواهش د انسان له درون څخه یو راټوکېدلی احساس دی چې د مقابل لوري سره مو (جن + سي) اړیکې نیولو ته په فطري ډول اړباسي، دې ته (جن + سي) خواهش وایي.
– (جن + سي) خواهش په بدن کې په دوه ډوله پیدا کېږي. یو خو د انسان په داخل کې ځینې هورمونونه دي چې د (جن + سي) نزدیکت پر لور یې په فطري توګه هڅوي او راپاروي یې. کټ مټ لکه ډوډۍ خوړل، هر انسان ته ولږه په طبعي ډول او له داخل څخه حس کېږي. کله چې ډوډۍ وخوري او ځان موړ کړي، بیا یې سمدستي خوړو ته زړه نه کېږي، بلکې څه وخت وروسته یې اشتها راوپارېږي. دغسې (جن + سي) خواهش هم د داخلي هورمونونو له کبله وي او چې کله دا خواهش پوره یا خړوب شي، دویم ځلې بیا دا (جن + سي) خواهش راتلل، یو څه وخت نیسي. دا وخت په هر انسان کې فرق کوي، ممکن د ځینو (جن + سي) خواهش ژر او د ځینو ډېر وروسته راوپارېږي.
– د (جن + سي) خواهش دویم ډول راپارېدلو ته مصنوعي راپارېدنه وایي او دا هغه (جن + سي) خواهش دی چې په طبعي توګه نه وي، بلکې انسان یې د یوه بل څيز له کبله په لوی لاس راپاروي. د بېلګې په توګه، د لو-څو یا بر-بنډو فلمونو کتل چې (جن + سي) خواهش راپاروي. یوازې لو-څ فلمونه هم نه دي، د ځینو حساسو خلکو (جن + سي) خواهش د یوه لو-څ یا حتا د یوه عادي عکس په لیدلو هم راپارېږي. دغه راز، د (جن + سي) موضوعاتو اړوند کتابونه لوستل، د (جن + سي) نزدیکت اړوند بحث کول یا کیسې اورېدل. یا په داسې ټولنو کې ژوند کول چې نجونې پکې تقریباً لو–څې ګرځي، د دوی په لیدلو هم د ځینو خلکو (جن + سي) خواهش پيدا کېږي. د دې ټولو بهرنیو لاملونو له کبله چې کله (جن + سي) خواهش راوپارېږي، دې ته مصنوعي (جن + سي) خواهش وایي.
په مصنوعي توګه د (جن + سي) خواهش راپارولو ته ځیني څېړونکي ناسمه راپارونه هم وایي. هغوی چې لومړی د لو-څو فلمونو په واسطه ځان راپاروي او بیا له خپلې مېرمنې سره (جن + سي) نزدیکت کوي؛ نو په دې باندې دې پوه شي چې دا صحي یا روغه طریقه نه ده.
زیاتره کسان دا کار د دویم ځلي (جن + سي) نزدیکت لپاره کوي. د بېلګې په توګه، کله چې انسان یو ځل (جن + سي) نزدیکت وکړي او انزا-ل شي، دویم ځلي یې بیا سمدستي خواهش نه راپيدا کېږي. دې وخت کې ځینې خلک دا تېروتنه کوي چې لو-څ فلمونه ګوري، تر څو (جن + سي) خواهش یې بیا رابیدار شي او تنا-سلي غړی


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمونږ هدف يوازی ستاسو  پوهاوي ده له مونږ سره پاتي سي 

لايک کوي 🥰
#جنســـــــي_اوطـــــبي_معلـــــومات
https://t.me/Dr_GeensyMalomat
👇 
♥️         ♻️ㅤ      📩        📤
ˡᶦᵏᵉ      ᶠᵒˡˡᵒʷ       ˢᵃᵛᵉ      ˢʰᵃʳᵉ
Паказана 1 - 24 з 60
Увайдзіце, каб разблакаваць больш функцый.